ads

د افغان کډوالو د راایستلو په اړه اندېښنې

له پاکستان څخه د نورو افغان کډوالو د جبري راایستلو په اړه د کډوالۍ یو شمېر سازمانونو اندېښنه ښودلې ده.

شېرشاه عزیزي
28 وری 1403
د افغان کډوالو د راایستلو په اړه اندېښنې

د مهاجرت نړیوال سازمان ( ای.او.ایم)، د ناروې د کډوالو شورا (ان.آر.سي)، د ډنمارک د کډوالو شورا (ډي. آر .سي) او د کډوالۍ اړوند نهو نورو سازمانونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو پر پیلېدو اندېښنه ښودلې ده.
دغو سازمانونو په یوه ګډ راپور کې لیکلي، افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر ته په پام د دوی ملاتړ، ځای پر ځای کېدنې، روغتیا او پوهنې په برخه کې اضافي سرچینو ته اړتیا ده.
دا اندېښنه داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان د مارچ میاشتې په وروستیو کې رسمي اعلان وکړ چې د « POR» یا د ثبت سند لرونکي او « ACC» يا افغان وګړو کارډ اسناد لرونکو افغانانو د اخراج لړۍ پیلوي.
که څه هم تر اوسه رسمي د دې پروسې د پیلېدو په تړاو د پاکستان حکومت څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د پاکستان حکومت یادو افغان کډوالو ته د اپرېل میاشتې تر ۱۵مې ضرب الاجل ټاکلی و چې پرون پوره شو.
د پاکستان حکومت ویلي وو چې که تر یادې نېټې افغان کډوال له دغه هېواده ونه وځي، دوی به یې په زور له خپل هېواده وباسي.
تر دې وړاندې هم تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه راایستل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA