د دغو مشرانو په استازیتوب ډاکتر خوشحال روهي ویلي چې بهر مېشتي افغانان غوره علمي او اقتصادي وړتیاوې لري چې اسلامي امارت د هېواد په آبادۍ کې ورڅخه ګټه اخیستلی شي.
ده زیاته کړې، اړتیا ده چې په حکومت کې د ټولنې نور اقشار هم ځای او د حکومت اډانه پياوړې شي.
بلخوا، په راغلي پلاوي کې د ښځو په استازیتوب زرکې ملیار ویلي، خوښه ده چې په افغانستان کې حضور لري او د افغانستان پرمختګونه له نږدې ګوري.
نوموړې همدارنګه ویلي چې اوسنی فرصت د افغانستان د ابادۍ او د نظام د استحکام لپاره تاریخي ارزښت لري او اړتیا ده چې له افغانانو او نړیوالو سره د افغانستان اړیکي پياوړې شي.
هغې غوښتنه کړې چې په اسلامي نظام کې باید مېرمنې خپل ځان وویني او د ښځو لپاره دې د تحصیل او کار اجازه ورکړل شي.
په ورته وخت کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د هغوی د راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان کې د ملي یووالي د پياوړتیا، په خپلو پښو د ولاړ اسلامي او ملي نظام، په هېواد کې د ورورګلوۍ ژوند کولو او په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره ښه زمینه مساعده ده.
نوموړي همدارنګه د یاد پلاوي د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې دوی د افغانستان اسلامي امارت او اروپایی هېوادونو ترمنځ منځګړتوب کوي.