ads

د افغانستان د فوټبال لوبډلې پرمختګ

د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» تازه درجه بندي اعلان کړې چې د افغانستان د فوټبال لوبډله په کې اووه مقامه مخکې شوې ده.

محمدخان بریال
27 وری 1403
د افغانستان د فوټبال لوبډلې پرمختګ

اوس افغان لوبډله د ۱۰۳۷ نومرو په لرلو سره په ۱۵۱ مقام کې ده.
په دې توګه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له لایبریا، مالدووا، ګیانا، سنګاپور، یوګانډا، یمن او هانګ کانګ څخه رامخکې شوې ده.
تر دې مخکې افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې ۱۵۸ ځای درلود.
د دې جدول په لومړي ځای کې ارجنټاین او فرانسه په دویم ځای کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA