ads

ګونړ؛ د مېلو او سیل ځای

د هېواد په ختیځ کې پروت کونړ ولایت د پرېمانه اوبو، زرغونو درو، طبیعي ښکلا او دنګو شنو ونو په درلودو سره له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې ورته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

سمیع الله مبارز
26 وری 1403
ګونړ؛ د مېلو او سیل ځای

کونړ ميشتي ولوسونه هم د راغلو سيلانيانو په ښه ډول ميلمه پالنه او تر څنګ يې د هر ډول خدمت ډاډ ورکوي.
« هېواد والو ته مې دا پيغام دی چې پوره امنيت دی، را دې شي، د شپې ګرځي، د ورځې ګرځي، ګرځيدای شي. مسوولین هم د دوی د امنيت لپاره په هر ځای کې ولاړ وي، امنيت یې نيولی وي، نور د چا خبرې دې نه مني، را دې شي په عمل کې دې وګري».
سيلانيان هم خوښ دي چې د سيل لپاره پخپل هېواد کې داسې ځايونه لري چې د ژوند څو شېبې په کې پرته له کومې وېرې په خوښۍ تېروي.
له لغمان او ننګرهار ولايتونو څخه راغلي دوه تنه سيلانيان مولوي شمس الرحمن او سيد ايمل پاڅون وايي:
«کونړ داسې جوړ دی لکه الله (ج) چې سياحت ته جوړ کړی وي، ډيرې خوندرې منطقې دي، ډېر خوندور ځای ده او ښه شنه ساحه ده. نور هېوادوالو څخه مې هم دا هيله ده چې خپل افغانستان وګوري او خوند ترې واخلي.»
« ډېرې ښې درې لري، نو موږ هم وويلي، چې موږ هم دغه درې وګورو او دغه چکر نه هم خوند واخلو، هر سړی کولی شي په ارامه زړه د سولې په فضا کې هر چيرته لاړ شي.»
بل پلو د کونړ ولايت امنيتي مسوولين هم په ياد ولايت کې د بشپړ امنيت ډاد ورکوي.
د ياد ولايت د امنيي قومندان مولوي عبدالحق حقاني وايي، امنيتي ځواکونه يې په ټولو سيمو کې د ولسونو د ډاډمن امنيت د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي، څو کونړ ميشتي او له نورو ولایتونو څخه راغلي سيلانيان په ډاډه زړه خپل سيل وکړي.
« موږ ولس ته پوره ډاډ ورکوو چې د خپل وس مطابق چې څه مو په وس دي، مرکز په سطحه د ولسواليو په سطحه مو امنيتي تدابير نيولي او په ډاډه زړه هر څوک کولی شي، چې چکر ته راشي.»
د ځايي اوسيدونکو په خبره، که په دغه ولايت کې د سيلانيانو لپاره د سيل مناسب ځايونه جوړ شي، نو د ډيرو پام به ځان ته واړوي، چې ورسره به د خلکو په اقتصاد کې هم مثبت بدلون راشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA