ads

په سېلابونو کې ۳۳تنه وژل شوي

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سختو بارانونو له کبله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتې دي.

وژمه پیام
26 وری 1403
په سېلابونو کې ۳۳تنه وژل شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجان سایق په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې له پېښو سره د مبارزې ریاست د راپور له مخې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سختو ورښتونو له کبله په راوتلو سېلابونو کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۲۷ کسان زخمیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دغو سېلابونو کې ۱۰۰۰کورونه ویجاړ شوي، ۱۹۵۵جریبه کرنیزه ځمکه او ۸۵کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي.
«د دغو سیلابونو له کبله شاوخوا ۲۰۰ څاروي هم تلف شوي او تر ۱۰۰۰ څخه زیات کورونه زیان من شوي دي. د کورونو نړېدو او نورو طبیعي پېښو کې ۳۳کسان وژل شوي او ۲۷نور ټپیان شوي دي. د وري میاشتې له پیله تر اوسه ۲۲زره او ۸۵۱ هغو کورنیو ته مرستې وېشل شوې چې په سېلابونو کې زیانې شوې وې. اوس هم دې مرستو لړۍ دوام لري.»
کندهار، هلمند، اروزګان، غور او یو شمېر نور هغه ولایتونه دي چې ورښتونو په کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هلمند اوسېدونکی احمد جان وايي، د سختې ګلۍ ورېدو او سېلابونو له کبله یې کرنېز محصولات ټول له منځه تللي.
«پالېزونه یې ټول له منځه وړې دي او کورنه او نورې ځمکې يې هم ويجاړې کړې او د پالېزو کار خو یې ېیخې ور خلاص کړی.»
د اروزګان اوسېدونکي هم ورته شکایتونه لري او له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
د اروزګان د چورې ولسوالې اوسېدونکی نصیراحمد وایي، زموږ په ولسوالې کې سېلابونو سخت زیانونه اړولي او ډېری کورنونه يې ويجاړ کړي.
«ډېری کورونه يې نړوالي دي، د ډولې په نوم پل هم اوبو وړی او رود له اوبو ډک دی.»
همداراز د کندهار اوسېدونکی محمد نعیم هم د سیلابونو له زیانونو سر ټکوي او وایي:
« ‍بارانونه ډېر زیات دي او له دې وجې ډېرو کورونو ته زیانونه رسېدلې، د ډېرو يې رمې ځایونه او ځمکې وړې دي. له حکومت څخه هیله کوو چې له خلکوسره همکارې وکړي.»
بلخوا د هوا پېژندنې اداره وايي چې د دوی د وړاندوینې له مخې، په دې اونۍ او راروانه اونۍ کې سخت اورښتونه له تالندې او سیلابونو سره یو ځای اټکل شوي ده.
بلخوا، د هوا پېژندنې ادارې اړوندو مسوولینو وویل چې د همدې اونۍ په جریان او راتلونکې کې اونۍ هم د سختو بارانونو، طوفانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA