ads

مجاهد: تېرو ناکامو لارو ته تګ منطقي نه دی

که څه هم اسلامي امارت تل له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې پر اسلامي امارت بندیزونه پایته ورسوي، خو په تازه اقدام کې د اسلامي امارت پنځه نور غړي هم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شوي دي.

محمدخان بریال
26 وری 1403
مجاهد: تېرو ناکامو لارو ته تګ منطقي نه دی

تر اوسه د دغو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو یو شمېر سیاسي شنونکي وایي چې دغه ډول فشار عملي کول د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ پر سیاسي تعامل منفي اغېز کوي.
سیاسي شنونکي عبدالجمیل شیراني وایي:
«امریکا په تېرو شلو کلونو کې پر افغانانو له هر ډول فشار څخه ګټه واخیسته، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې. اوسني شرایط هم د افغانستان او نړۍ تر منځ پر سیاسي تعامل منفي اغېز کوي. زما په نظر باید د فشار پر ځای د تعامل له لارو ګټه واخیستل شي.»
یو بل سیاسي شنونکی مطیع الله ارین پور هم د نړیوالې ټولنې د دغې کړنلارې مخالف دی او وایي چې دغه ډول اقدامات د افغانستان د ستونزو د حل نسخه نه شي کېدای.
«نړیواله ټولنه په دغسې اقداماتو سره غواړي پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې ومني. خو د اسلامي امارت د مشر اوسني پرېکنده دریځ ته په کتو فکر نه کوم چې اوسنی نظام دې دغسې فشارونو ته تسلیم شي.»
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له کلید راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له امریکا او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې پر اسلامي امارت د دغسې فشارونو عملي کېدل پایته ورسوي.
«پر اسلامي امارت بندیزونه کومه پایله نه ورکوي، سرچپه پر لېرېوالي او د باور په له منځه وړلو منفي اغېز کوي. اسلامي امارت د دغسې غیر قانوني فشارونو له منځه وړلو غوښتنه کوي. ځکه بیرته ناکامو لارو ته تګ منطقي نه دی.»
د اسلامي امارت د مسوولینو په خبره، همدا اوس د اسلامي امارت ۲۵لوړپوړي غړي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.
تر دې وړاندې د روسیې حکومت اعلان کړی چې دوی له تور لېست څخه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو پر له منځه وړلو غور کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA