ads

عبدالمتین قانع: د اختر درې واړه ورځې له امنیتي پېښې پرته پای ته ورسېدې

هېواد کې د اختر درې واړه ورځې له کومې امنیتي پېښې پرته پای ته ورسېدې

نویسنده: Kamran Ahmadzai
25 وری 1403
عبدالمتین قانع: د اختر درې واړه ورځې له امنیتي پېښې پرته پای ته ورسېدې

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د امنیتي ځواکونو په مرسته په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین او هېوادوالو په ډاډه زړه خپل اختر ولمانځه.

نوموړي له امنیتي سرتېرو او د هېوادوالو له همغږۍ مننه کړې، چې د اختر په شپو او ورځو کې یې د امنیت په برخه کې له دوی سره مرسته کړې.

هغه ډاډ ورکړی، چې په نورو ورځو کې به هم امنیت همدا ډول ټینګ او خلک په ډاډه زړه خپلو چارو ته دوام ورکوی شي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د ډاډمن امنیت له کبله ډېری هېوادوال د اختر په شپو او ورځو کې لرې پرتو ولسوالیو او سیمو ته هم د تفریح لپاره تللي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA