د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، چې دوی د دغې پرېکړې هرکلی کوي او په مثبت نظر ورته ګوري.
تر دې وړاندې په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د هند « هندو» سره خبرو کې ویلي و، چې اسلامي امارت د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بېرته ورکوي.
د شاهین په خبره، د یادو ځمکو د بېرته ګرځولو لپاره یو کمیسیون هم جوړ شوی دی.
د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د غصب شویو ځمکو د خلاصولو لړۍ پیل شوې، چې تر اوسه زرګونه جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ