ads

خلک: پکتیا کې ځينې مهم دودونه له منځه تللي

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکی وایي، په دې وروستیو کلونو کې ځینې داسې دودونه او رواجونه چې د ټولنې او خلکو د هوساینې سبب کېدل کم رنګه شوي او یا له منځه تللي دي.

بصیر یاد
23 وری 1403
خلک: پکتیا کې ځينې مهم دودونه له منځه تللي

د پکتیا یو شمېر اوسیدونکي وایي، ځینې داسې دودونه چې د ټولنې او خلکو د یووالي او هوساینې لپاره اړین وو؛ پیکه شوي او یا له منځه تللي چې، دوی یې د بیا ژوندي کیدو غوښتنه کوي.
د پکتیا اوسیدونکی لیکوال او شاعر خوږمن ځاځی وایي، په دغه ولایت کې پخوا داسې دودنه پالل کېدل چې د خلکو د یووالي لپاره خورا اړین وو.
خوږمن ځاځی د دوو کورنیو او قبیلو ترمنځ د شخړې په صورت کې د څلي اېښودل او د مړي کور ته تر لسو ورځو د ډوډۍ ور وړل، مهم دودونه یادوي:
«د دوو کورنیو ترمنځ بدي را تلله په دې کې به قوم له یو نیولي تر لسو کلونو پورې به یې کاڼی کیښود چې، تر لسو کلونو پورې به د دوی ترمنځ حتا که لس مړي هم شوي وو خو هغه کاڼي ته دومره درنښت و چې، بیا چا لاس پښه نه شول ښورلی، نو دغسې نورو دودونه اوس ورو ورو په کیدو دي.»
د پکتیا بل اوسیدونکی رازمحمد هم وایي، هغه دودونه چې د ټولنې او خلکو د هوساینې لپاره ګټور و اوس د له منځه تلو په حال کې دي او زیاتوي چې، ډېری عامه کارونه پرته له کوم لګښت د اشر له لارې ترسره کېدل چې، دا دود هم اوس تر ډېره له منځه تللی:
«د اشر په واسطه په تېر کې موږ سړکوکه جوړول، غرونه مو جوړول، په غرونو کې کانالونه او ویالې مو جوړولې. موږ غواړو چې دا دود همداسې ژوندی پاتې شي.»
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس ثواب جان اسلامیار وایي، هغه دودونه چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي د ساتنې او بیا ژوندي کیدو لپاره یې کار کوي:
«دا په هېواد کې په ځانګړي توګه په پکتیا کې یو ځانګړی دود دی چې، په ترڅ کې یې ځوانان، ولسونه او وګړي سره را ټولیږي یو کار په ټولیزه توګه په یووالي سره سر ته رسوي نو موږ هڅه کوو چې د پکتیا هغه دودونه چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دي او د ولسونو د یووالي لپاره اغېزناک ثابتیږي، هڅه کوو چې ژوندي یې وساتو.»
د یادونې وړ ده چې، نه یوازې پکتیا بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ځینې مهم دودونه له منځه تللي او خلک یې د پیا ژوندي کیدو او ودې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA