دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو بهیر روان دی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
د ملګرو ملتونو دغه ویاند وویل چې په دې اړه نور پرمختګونه به ژر خپاره کړي، خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده.
خو اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکل کېدو مخالف دي او وايي چې د یوناما په موجودیت کې د بل استازي د ټاکلو اړتیا نه شته.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوجاریک له څرګندونو وروسته ویلي چې د نوي استازي ټاکلو ته ضرورت نه شته.
فطرت له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان اوس له جګړه ییز او بحراني حالت راوتلی دی او اړتیا نشته چې ملګري ملتونه د یوناما په شتون کې استازی وټاکي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې له اسلامي امارت سره د تعامل د یوه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو وړاندیز شوی و.