د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي محمد رفیق هنر وايي، چې پېښه د تګاب په نوم په یو دولتي روغتون کې رامنځته شوې ده.
نوموړي ویلي، دکلي یو شمېر خلکو د یاد روغتون له ډاکټرانو سره د قراردادونو د تمدید غوښتنه کوله؛ خو نورو یې مخه نیوله، چې د روغتون ساتونکي له لوري پرې ډزې شوې دي.
د هنر په خبره، قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او اوس مهال روغتون هم تړل شوی دی.
وړمه ورځ په هرات کې هم د خپل منځي دوښمنۍ له کبله ۵۰ کلن سړی وژل شوی وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ