ads

مجاهد: د روسیې د تازه اقدام هرکلی کوو

د اسلامي امارت چارواکو د روسیې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه له تور لېست څخه وباسي. دوی وايي چې د روسیې دغه کړنه د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

تاج ولي غورځنګ
15 وری 1403
مجاهد: د روسیې د تازه اقدام هرکلی کوو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کلید ته وویل، د روسیې دغه پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو مثبت اغېز ولري.
«دا د دواړو هېوادونو ترمنځ باور رامنځ ته کوي او په اقتصادي او یو شمېر نورو برخو کې به هم مثبت اغیر ولري. همدارنګه یو مثبت پیغام به ولري او له نورو هېوادونو هم غواړو چې ورته ګامونه پورته کړي. اسلامي امارت د یوه ملت استازیتوب کوي او یو داسې حرکت دی چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره رامنځ ته شوی دی.»
ټاس خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله لیکي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت په اړه غور کوي چې له تور لېست څخه د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه لېرې کړي.
د دغه راپور په یوه څنډه کې راغلي: «دغه موضوع د بهرنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، او ځینو نورو تخصصي ادارو لخوا تر څېړنې لاندې ده. د یادې موضوع په اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد لوړپوړي سیاسي مشران کوي.»
ټاس خبري اژانس ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه له اسلامي امارت سره د ترهګرۍ په ځپلو کې همکاري کوي، خو اسلامي امارت چارواکي وایي، د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا نه‌لري.
مجاهد وايي:
«موږ د نورو هېوادونو همکاریو ته اړتیا نه‌لرو. د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه لرو او همدارنګه د ترهګرو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې هم پوره تجربه لرو.»
د روسیې له خوا له تور لېست څخه د اسلامي امارت د ځینو مشرانو د نومونوایستلو په تړاو د چارو شنونکي وایي، داسې ښکاري چې د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ اړېکې ښې شوې دي.
د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر معین ګل څکمني په دې اړه کلید ته وویل:
«دا چې روسیه اوس‌مهال له پنځوسو هېوادونو یا که ووایو له ټولې نړۍ سره په جنګ ده، نو غواړي چې له دې لارې امریکا ته یو پیغام ورکړي چې دوی له هغه چا سره اړېکې جوړوي چې دوی یې مات کړي دي او بل روسیه غواړي د یو شمېر مسلمانو هېوادونو زړونه هم وګټي.»
ټاس خبري اژانس همدارنګه لیکلي چې روسیې د اسلامي امارت چارواکي د کازان ناستې ته هم وربللې چې ټاکل شوې د روان کال د مې میاشتې پر څلورلسمه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA