ads

عمري: پاکستان دې له خپلو مخالفینو سره خبرې وکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لوموړی مرستیال محمد نبي عمري وايي، افغانستان تر بل هر وخته اوس له ښه امنيت څخه برخمن دی، خو په وینایې، وېره شته چې په پاکستان کې روانه ناامني يې شته امنيت ته ګواښ پېښ نه کړي.

بصیر یاد
15 وری 1403
عمري: پاکستان دې له خپلو مخالفینو سره خبرې وکړي

د عمري په وینا، که د پاکستان حکومت غواړي چې خپل هېواد کې جګړه له منځه یووسي، نو خپلو مخالفينو سره دې د خبرو مېز ته کېني او په خپل هېواد کې دې روانه ناامني پای ته ورسوي:
«پاکستانه زموږ د تجربې مطابق نور علم غيب الله ته دی، ستا به يو ميليون پوځ وي، چې لس ميليونه پوځ دې نور شي دا مخالفين والله که يې ورک کړې. دغه وروڼه چې دوی سره جنګيږي، دوی که جهاد ورته وايي يا جنګ ورته وايي، د دوی په کارونو کې موږ مداخله نه کوو، دوی ته مو هم مشوره دا ده چې د خپل نظام سره په جنګ يې، که سل کاله ته وجنګېږې د خپل نظام سره، بيا هم په تا قسم کړې چې ده ته سقوط ورکړې.»
محمد نبي عمري دغه راز زیاته کړه، اسلامي امارت د پاکستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي، خو زياتوي، که افغان خاورې ته له هر لوري خطر پېښېږي دوی یې پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي.
عمري د دنياوالو هغه خبرې هم بې بنسټه یادې کړې چې ګني اوس هم په افغانستان کې د القاعده ډلې غړي موجود دي:
«تاسو ته معلومات شته، تجربه درته شوې ده د لنډو ورځو، که څوک په موږ باندې تيری کوي، خدای دې توفيق ورنه کړي، که مسلمان وي که کافر وي، د هغې ځواب تر هغې پورې وايو ترڅو مو چې بدن کې وينه وي.»
د یووالي په نوم د روژه ماتي د ترتیب کوونکو له ډلې یو یې رشیدالله همدرد بیا د اسلامي امارت پر مشرانو غږ وکړ چې نوره دې د نجونو زده کړو ته اجازه وکړي.
همدرد زیاته کړه، له اسلامي امارت هیله کوو چې سږ کال دې دیني او کلتوري ارزښتونو ته په کتو د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي:
«په ډېر عاجزانه او احترامانه ډول هیله کوو چې، د افغانستان د ټولو قوانینو په چوکاټ کې، د افغانستان اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د افغانستان د ټولو عرفونو او فرهنګو په نظر کې نیولو سره دې، زموږ لپاره ښوونځي پرانیزي.»
د یادونې وړ ده چې په خوست کې له تېرو اتو کلونو راهیسې د یووالي په نوم ګډ روژه ماتې جوړیږي چې، په سږنې روژه ماتې کې له ۱۰ زرو زیاتو کسانو برخه اخیستې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA