ads

په هېواد کې له مغزي سکتې څخه ۴۴۰۸کسان مړه شوي

په دې وروستیو کې په هېواد کې د مغزي سکتې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې او په کابل کې د شیخ زاهد تخصصي روغتون مسوولین وايي، هره ورځ دغه روغتون ته تر ۲۵ تنه د مغزي سکتې ناروغان مراجعه کوي چې په میاشت ۷۵۰ تنه کېږي.

اسلام الدین احمدي
14 وری 1403
په هېواد کې له مغزي سکتې څخه ۴۴۰۸کسان مړه شوي

دوی وايي، له یاد شمېر ناروغانو څخه هره ورځ شاوخوا ۱۵ یې په دغه روغتون کې بستر او پاتې نور یې سراپا درملنه کېږي او بېرته خپلو کورونو ته ګرځي.
خو مغزي سکته څه ډول ناروغي ده، خلک څه ډول پرې اخته او څنګه ځانونه ترې ژغورلی شي؟
د شیخ زاهد تخصصي روغتون متخصص ډاکتران وایي، تر ډېره د دې ناروغۍ علت د وینې لوړ فشار، د وینې غوړ، شکر، د زړه ناروغي، د سګرټ څکول، د عمر زیاتوالی او د بدن غټوالی یا چاغوالی دی چې زیاتره پېښې یې د وینې د لوړ فشار له کبله پېښېږي.
د ده په وینا، له دې سره په مغزو کې د وینې شریان رګونه بند او یا هم چوي او په پایله کې یې مغزي سکته رامنځته کېږي چې د ناروغ د بدن یو اړخ کمزوري او یا هم فلج کېږي.
د شیخ زاهد تخصصي روغتون د عصبي برخې یو شمېر ډاکټران وايي، مغزي سکته زیاتره له ۴۵ کلنۍ وروسته په خلکو کې رامنځته.
د شیخ زاهد تخصصي روغتون د عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر سراج الدین نجرابي وایي، که کوم څوک پر دې ناورغۍ اخته وي او یا یې نښې په کې لیدل کېږي، دوی کولی شي د ورزش او د بدن د نورو فېزیکي حرکتونو په مرسته له دې ناروغۍ ځان وژغوري.
ډاکټر سراج الدین نجرابي وايي:
«که څوک غواړي چې مغزي سکته ورته پېښ نه شي نو فزیکي فعالیتونه دې ډېر وکړي او د دې تر څنګ باید خپل شکر، د وینې غوړ او فشار نورمال وساتي تر څو صحتمند اووسي. د وینې فشار ته باید ډېر پام وشي ځکه د مغزي سکتې اساسي علت د وینې لوړ فشار او بیا نور علتونه دی. هغه څوک چې بدن یې چاغ وي او یا عمر یې نسبتا زیات وي، باید خپل غذايي موادو کنټرول او مسلسل تمرینات وکړي.»
د یاد روغتون د عصبي ناروغیو داخله متخصص ډاکټر همایون شرف هم وایي، که دا ناروغي شدیده وي، نو ناروغ په ۲۴ساعتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او د ځینو یې بیا درملنه شونې وي.
«د دې ناروغۍ وقایې لپاره باید ناروغان خپل د وینې فشار، شکر او د وینې غوړ نورمال وساتي. تل باید خپل معاینات وکړي او د وینې فشار باید عادي ونه ګڼل شي، ځکه لوړ فشار کولي شي عادي او خطرناکه مغزي سکته رامنځته کړي.»
بل لورته یو شمېر ناروغان د یاد روغتون له خدماتو خوښ دي؛ خو غوښتنه کوي چې د سټي سکن MRI خدمات دې هم ورته وړاندې شي، تر څو د دغو معایناتو لپاره له روغتون څخه د باندې تګ ته اړ نه شي.
یاد روغتون ته راغلی پایواز محمود چې خپل ماما یې یاد روغتون ته د درملنې په هدف راوستلی داسې وايي:
«یوازنۍ ستونزه چې دلته ناروغان ورسره مخ دي، هغه د سټي سکن او ام ار ای معاینات دي چې په دې روغتون کې یې ماشینونه شته، خو دوی وايي چې تخنیکي ستونزه لري.»
جمشید او عبدالحفیظ هم د یاد روغتون له خدماتو خوښ دي او وايي، ډاکټران له دوی سره ښه چلند کوي او وخت پر وخت د ناروغانو معاینه کوي.
«کاکا مې راوستلی او یوه میاشت کېږي چې مغزي سکته یې کړې. د بې کارۍ له کبله یې اندېښنه ډېره کوله او سکته یې وکړه. ډاکټران راځي پوښتنه کوي او وايي چې ښه کېږي.»
«څلور ورځې کېږي چې خسر مې مغزي سکته کړې او کیڼ لاس او پښه یې فلج دي. د ډاکټرانو مراقبت ښه دی پر وخت راځي او ناروغان معاینه کوي موږ ترې خوښ یو.»
بل لور ته د عامې ورغتیا وزارت چارواکي بیا وايي، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ میلادي کلونو کې د ټول هېواد په کچه د مغزي سکتې ۳۱زره ۲۰۱ پېښې ثبت شوې چې په دې کې ۴زره ۴۰۸ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړهش وي دي.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان کلید راډیو ته وویل، د یادې ناروغۍ د مخنیوی لپاره عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا ده او خلک باید د وینې فشار، غوړ او خپل صحت ته ډېر پام وکړي.
«په ۲۰۲۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د مغزي سکتې ۱۴زره ۳۸۴ پېښې درلودې چې په دې کې ۱۸۷۱ کسان د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي. په ۲۰۲۳ میلادي کال کې هم موږ په ټول هېواد کې ۱۶زره ۸۱۷ د مغزي سکتې پېښې درلودې چې په دې کې د مړینې کچه یې ۲۵۳۷ کسان وو چې د مغزې سکتې له کبله یې خپل ژوند بایللی دی.»
د ډاکټرانو په وینا، مغزي سکته یو ډول نیورلوژي یا عصبي ناروغي ده او زیاتره په هغو کسانو کې زیات پېښېږي چې د وینې لوړ فشار، غوړ او یا هم د شکرې ناروغي ولري.
دوی وايي، کله چې په مغز کې د وینې شریان رګونه بند شي او یا همدغه رګونه پرې شي، نو په پایله کې یې خونریزي رامنځته کېږي او د ناروغ یو اړخ فلج کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA