ads

په خوست کې د ښځینه ډاکترانو کمښت

په خوست کې د یو شمېر ولسوالیو او لرې پرتو سیمو خلک وايي، په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټراڼې نه لري چې له کبله یې له ګڼو روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

بصیر یاد
14 وری 1403
په خوست کې د ښځینه ډاکترانو کمښت

دوی وايي، پر نورو روغتیايي خدمتونو سربېره وخت ناوخت په نسایي او ولادي برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ وي او له اړونده ادارو د ښځینه ډاکټرانو پر دندو ګومارلو غوښتنه کوي.
له خوست ښار شاوخوا د ۵۰ کیلو متره لېرې ببرک تاڼې سیمې یو اوسېدونکی بادشاه وايي، په ولادي برخه کې خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې ځينې وخت ناروغان د لارو د خرابوالي او د ښځینه ډاکټرانو د نشت له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړي:
«ولادي مشکلات پېښیږي دا یوه داسې مریضي ده چې، هېڅ وخت نه لري شپه ورځ یې نه ده معلومه په خپل وخت یې نه شي رسولی او دا خلک لاسرسی په خپل وخت نه لري.»
د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ اوسیدونکی سیف الله خان وايي، په سیمه کې یې روغتیايي مرکز شته، خو ښځنیه کارکوونکې نه لري چې، د نسايي او ولادي ناروغیو پر مهال ناروغان تر ښاره پورې په سختۍ رسوي.
نوموړی له مسؤولو ادارو غوښتنه کوي چې، د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ دې په کلینیکونو کې نسايي ولادي ډاکټرانې پر دندو وګوماري:
«دلته د شپې بیخي څوک نه شته چې، څوک د شپې پرمهال د ښځنیه وو علاج وکړي. د ولادت ناروغي پېښه شي نو موږ یې سمدستي بې سرحده یا د خوست مرکزي روغتون ته وړو نو دلته موږ روغتیايي مرکز نه لرو چې، د زنانه وو علاج وشي.»
بل لورته د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وايي، په نسايي ولادي برخه کې په ټولو ولسوالیو او سیمو کې روغتیايي مرکزونه فعال دي او د خلکو لپاره لازم خدمات وړاندې کوي.
د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله معصوم وویل، لا هم هڅه کوي چې په دې برخه کې ټولو سیمو ته خپل خدمات پراخ کړي څو د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم ورسره ټيټه شي:
«موږ په عموم کې د نسايي ولادي برخه کې کافي کار کړی دی، په ولسوالیو او هم لرې اطرافي سیمو کې او په هغې کې په ځينو ساحو کې تقریباً موږ ۵۴۴ داسې ولادتونه ترسره کړي چې، مېډوایفه مو کورونو ته لېږلې او هلته ولادت یې ورکړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې کلید له دې وړاندې راپورونو کې د خوست په ځینو سیمو کې داسې روغتیايي مرکزونه هم موندلي وو چې ودانۍ یې کلونه وړاندې جوړې شوې وې، خو د روغتیايي فعالیت پرځای، خلکو د استوګنې د کورونو په څېر ګټه ترې اخیسته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA