ads

بشري مرستې بنسټیزو پروژو ته ځانګړې کېږي

د اقتصاد وزارت چارواکي د ملګرو ملتونو د هغه ګام هرکلی کوي چې په افغانستان کې د بشري مرستو پر ځای د پراختیایي پروژو په تطبیقولو غور کوي.

تاج ولي غورځن
13 وری 1403
بشري مرستې بنسټیزو پروژو ته ځانګړې کېږي

د اقتصاد وزارت وایي، بشري مرستې د افغانانو ستونزې نه‌شي حل کولای او اړتیا لیدل کیږي چې د خلکو د اساسي ستونزو د حلولو لپاره یو لړ پراختیایي او بنسټیزې پرژوې پیل شي.
ددغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب زیاتوي، اسلامي امارت له لومړي سره هڅه کوله چې نړیوال بنسټونه او موسسې په افغانستان کې د بشري مرستو پرځای په پراختیایي او بنسټیزرو پرژو کار وکړي.
نوموړي په دې اړه کلید ته وویل:«د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې له افغانانو سره د بشري مرستو سره په خوا کې په پراختیایي پروژو یا بنسټیزو پروژو هم کار وشي. ځکه زموږ هېواد زېربنایي پروژو تطبیق ته اړتیا لري، ترڅو ځینو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځ ته شي او په هېواد کې د فقر مخنیوی هم وشي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتوتي وایي، غواړي له بشري مرستو څخه د پراختیایې پروژو د تطبیق په لور ګام واخلي.
نوموړي دغه څرګندونې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس په کتنه کې کړې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ویلي چې د پراختیایې پروژو پلي کول یو مهم او ضروري ګام دی او باید تر بشري مرستو بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم په افغانستان کې د بشري مرستو پرځای د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پیل اړین بولي او وایي، په هغو پروژو کار پیلوي چې زرګونه کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیدمحمد روحاني وایي، نړیوال بنسټونه دې له افغانستان سره د انرژۍ په تولید او د کرنې په برخه کې همکاري او مرستې وکړي.
«زه وایم چې نړیوال باید په افغانستان کې په دوو سکټورونو کار وکري، لومړۍ په انرژۍ باندې ځکه کله چې برېښنا نه وي موږ فابریکې نه‌شو چلولی، همدارنګه دویم باید په کرنې باندې کار وشي، ځکه کرنه د افغانستان په اقتصاد کې مهم ځای لري.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري او دوی هم د بودجې د کمښت له امله له ټولو سره مرسته نه شي کولای.
د کاري فرصتونو د کمښت ترڅنګ طبيعي افتونو لکه سیلابونو او وچکالۍ لا ډېر خلک د نورو مرستې ته اړ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA