ads

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان په سوء تغذیې د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی

کامران ا حمدزی
10 وری 1403
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی

په افغانستان کې د یاد سازمان د تغذیې ځانګې مسووله مونا شیخ وايي، اوس مهال په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر یو میلیون او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

نوموړي په یو ویډیو کلیپ کې ویلي، چې سږکال ښايي پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم درې میلیونو ته ورسیږي.

د شیخ په خبره، دوی یوازې له یو میلیون او شپږ سوه زره کسانو سره مرسته کوی شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.

د اوچا د مالوماتو له مخې، دمګړی ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA