ads

د چنایي انجینیرانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه

د چین حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د چینايي انجنیرانو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.

شېرشاه عزیزي
8 وری 1403
د چنایي انجینیرانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه

د خېبرپښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې پرون د چینايي انجنیرانو د موټرو پر کاروان په موټربم برید کې شپږ تنه ووژل شول د یوې مېرمنې په ګډون پنځه چنایي انجینیران او یو پاکستانی موټروان وو.
له برید وروسته په اسلام آباد کې د چین سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان کې د چین سفارت له پاکستاني لوري غواړي چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي، تنظیموونکو ته یې سخته سزا ورکړي او د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
امنیتي چارواکي وايي چې دا چینايان له اسلام آباد څخه د کوهستان داسو بند ته روان وو.
د ۲۰۲۱کال په جولای کې هم په داسو کې د چینايي انجینیرانو پر یوه بس موټر په ورته برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ټول ۱۳ کسان ووژل شول.
د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA