ads

په فاریاب کې سېلابونو ۲۵۰کورونه نړولي

د پسرلي موسم په رارسېدو سره یو شمېر ولایتونه د باران او ږلۍ ورېدو او د سېلابونو د راوتلو شاهدان دي، چې د فاریاب ولایت په ګډون په ځینو ولایتونو کې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وری 1403
په فاریاب کې سېلابونو ۲۵۰کورونه نړولي

تېره جمعه د شپې په فاریاب ولایت کې وروستیو ورښتونو د مرکز په ګډون د شپږ ولسوالیو اوسېدونکي سخت زیانمن کړي دي.
د دغه ولایت مقام ویاند عصمت الله مرادي وایي، د سېلابونو د راوتلو په پایله کې د دوو کسانو پر مړه کېدو سربېره، ۲۵۰ کورونه، زر جرېبه کرنیزه ځمکه، لس عرادې موټر تخریب او څه باندې ۲۰۰ څاروي تلف شوي دي.
«کوم بارانونه او ږلۍ چې اوورېدل، له ځانه سره یې زیانونه درلودل، اوښتي زیانونه په ګرزېوان، بلچراغ، قیصار، المار، چهلګزي، خواجه سبز پوش او کوهستانات ولسوالیو کې دي. دوه کسان په سېلابونو کې غرق او مړه شوي، ۲۵۰ کورونه، یو ښوونځی، زر جرېبه ځمکه، ۲۰ حلقې د اوبو څاګانې او لس عرادې موټر تخریب او څه باندې ۲۰۰ څاروي مړه شوي دي»
زیانمنې شوې کورنۍ بیا د بېړنیو مرستو ترڅنګ، هغه سیمې چې د سېلابونو راوتلو تر ګواښ لاندې دي، په کې د بندونو او استنادي دېوالونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د فاریاب ولایت دوه تنه اوسېدونکي حیات الله او رحیم خان وایي، سېلاب ځپلي ټول بېوزله او اړمن کسان دي او حکومت دې د سرپناه برابرولو ترڅنګ ورسره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وکړي.
« بارانونو خلکو ته د سر او مال په بیه سخت زیانونه ور واړول، موږ له مسوولینو څخه غواړو، چې باید عاجلې مرستې وشي»
« په فاریاب ولایت کې ورښتونو خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي، درې اوونۍ وړاندې هم واورې خلکو ته تاوانونه رسولي وو، له اسلامي امارت نه غواړو، چې د هغه کسانو ترڅنګ دې ودرېږي، چې په طبیعي پېښو کې زیانونه لیدلي دي. بله هیله ورڅخه دا کوو، چې هغه ځایونه چې له خطر سره مخ دي، باید استنادي دېوالونه جوړ کړي، ځکه د حکومت او خلکو په ګټه دي»
ګرزېوان، بلچراغ، قیصار، المار، چهلګزي او خواجه سبز پوش د فاریاب ولایت هغه ولسوالۍ دي چې په کې خلکو ته د سېلابونو د راوتلو له کبله سخت زیانونه ور اوښتي دي.
د فاریاب ولایت مقام ویاند عصمت الله مرادي وایي، د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره بېړنۍ کمېټه جوړه شوې، چې ژر به ورسره د اړتیا وړ مرستي وشي.
« د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې کولو لپاره د فاریاب ولایت په مقام کې غونډه ترسره شوه او د ولایت مقام د رهبرۍ له لوري له دولتي اداراتو، همکارو بنسټونو او خصوصي سکټور څخه یې غوښتنه وکړه، چې له دوی سره مرستې وکړي»
که څه هم هر کال د پسرلي په رارسېدو سره، فاریاب ولایت د سېلابونو شاهد او ګواه دی او هر کال له کبله یې خلکو ته په زیاته پیمانه له هر پلوه زیانونه ور اوړي؛ خو لا هم د مخنیوي لپاره یې د مسوولینو لخوا کوم خاص اقدام نه دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA