ads

په خوست کې خوراکي توکي قېمته شوي

د خوست یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې که څه هم د نرخونو د کنترول او د اصنافو تنظیم کمېسیون د خوارکي توکو نرخونه ټاکلي، خو بیا هم د عادي وختونو په پرتله، د روژې په را رسېدو سره د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

بصیر یاد
6 وری 1403
په خوست کې خوراکي توکي قېمته شوي

د ښاروالۍ په چوکاټ کې د نرخونو د کنټرول او د اصنافو د تنظیم کمېسیون غړي بیا وايي، که په ښار کې هر دوکاندار له ټاکلي نرخنامې په لوړه بیه توکي خرڅ کړي، دوکان یې تړل کېږي.
د خوست اوسېدونکي احسان روان رحمن ارمان وايي، د نورو کلونو په څېر یو ځل بیا هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له ښاروالۍ غواړي څو منظمه څارنه یې وکړي.
دوی زیاتوي چې اړونده ادارو ته په کار ده چې له سر غړونکو سره قانوني چلند وکړي:
«په دې برخه کې یو څه اقدامات شوي دي خو لا هم په پوره او بشپړه توګه دا ستونزه نه ده هوارې شوې، زموږ به له ښاروالۍ غوښتنه دا وي چې په دې تړاوو جدي اقدامات ترسره کړي.»
«هغه اوصول چې ښاروالۍ د دوی لپاره وضع کړي دي تراوسه پرې عمل نه دی شوی نو زموږ توقع دا ده چې، د نرخونو لپاره چې کوم مېکانېزم جوړ شوی باید په سم ډول په خلکو پلی شي او منظم نظارت ترې وشي.»
په خوست ښار کې یو هټیوال دین محمد ځلان هم وايي، په روژه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او له نورو دوکاندارانو غوښتنه کوي چې، په دې مبارکه میاشت کې دې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي:
«د دوی د قیمتونو لوړوالۍ واقعاً دا ټولنه ځوروي او هېڅوک نه شي کولی چې، خوراکي او غیر خوراکي توکي په منظم ډول باندې په دې مبارکه روژه کې واخلي ځکه قیمتونه ډېر لوړ دي.»
بل لورته د نرخونو د کنترول او د اصنافو د تنظیم کمېسیون مشر ثواب ګل وايي، په اونۍ کې درې ورځې د نرخونو د کنترول او څارنې لپاره ټاکل شوې دي.
ثواب ګل زیاتوي هڅه کوي چې، د ښار ټولو برخو ته رسیده ګي وکړي او په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته پام وکړي:
«دا یقیني خبره ده چې په بازار کې به د ځینو اجناسو بیه لوړه وي، په اونۍ کې موږ تقریباً درې ورځې اجرات کوو نو چې، څومره مو وس وي نه مو دی سپمولی او وس مو پوره پوره کړی دی.»
د یادونې وړ ده چې هر کال د روژې میاشتې په را رسیدو سره د ښاروالۍ له لوري د خوراکي توکو لپاره بیې ټاکل کېږي چې، د نه مراعت کیدو په صورت کې د هټیوالو دوکانونه هم تړل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA