دا لوبې د افغانستان په کوربهتوب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړيوال لوبغالي کې ترسره شوې.
د درېیمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵منډې وکړې او ایرلینډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.
د ایرلینډ لوبډلې دا ځل د افغانستان د تېزو توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۹۸ منډو وسوځېده.
دغه راز افغانستان دا لوبه د ۵۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله.