پوتین په خپلو څرګندونو کې د دغه هېواد د پوځ له سرتېرو څخه چې د اوکراین په جګړه کې ښکېل دي هم مننه کړې او ویلي یې دي چې هغوی که هرڅومره هڅه کوي چې وېره رامنځته کړې، تاریخ ښودلې ده چې هېڅکله به پر دغه کار بریالي نه شي.
په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پنځم ځل دی چې پوتین په کرېملین کې واک ترلاسه کوي او په مسکو کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو په دې ټاکنو کې د پرېکنده بریا اعلان د څارونکو له خوا په بشپړ ډول د اټکل وړ و.
ولادیمیر پوتین چې د پخواني KGB غړی وو، په ۱۹۹۹ کال کې واک ته ورسېد او ۲۵ کاله کېږي چې د کملین د واک پرګدۍ ناست دی.