هغه د ایرلنډ خلاف تر یو ورځنیو سیالیو وړاندې خبري کنفرانس ته ویلي چې همدا یې د لوبډلې سختې شېبې دي او افغانان یې باید په دې وخت کې ملاتړ وکړي.
نوموړي د راشد، مجیب او عظمت الله عمرزي د روغتیا په اړه ويلي چې اوس مهال درې واړه لوبغاړي جوړ دي.
هغه ویلي، عظمت عمرزی به د یو ورځینو سیالیو لپاره د ایرلنډ خلاف ولوبېږي او ښايي شل اوریزو سیالیو ته راشد او مجیب هم را وګرځي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایرلنډ په ټسټ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې وه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ نن پیلېږي، چې لومړنۍ لوبه یې نن د افغانستان پر وخت څلور بجې په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳۰ یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ شوې، چې ۱۶ یې افغانستان او ۱۳ یې ایرلنډ ګټلي او یوه یې مساوي پای ته رسېدلې ده.