دغه تړون د اسلامي امارت او امریکايي چارواکو ترمنځ تر ۱۱ پړاوه خبرو وروسته لاسلیک شوه.
دا مذاکرات د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر کې پیل شوي وو چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري پر ۲۹مه د دواړو لورو تر منځ د دوحې تړون له لاسلیک وروسته پای ته ورسېدل.
د دې هوکړې له مخې، امریکا او متحدین یې د ۲۰۲۱میلادي کال د اګېسټ پر ۳۱مه له افغانستان څخه ووتل.
د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل، د بین الافغاني خبرو پیل او د یادو خبرو پر دوام اوربند د یادې هوکړې نورې مهمې برخې وې.
اسلامي امارت او امریکا دواړو هغه مهال یاد تړون مهم بللی وو او په دغه تړون کې یې د راغلو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړ و.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال دواړه لوري یو بل د یاد تړون پر نه عملي کېدو تورنوي.