د ډبیلو اف پي د اسیا پاسفیک څانګې پر ایکس پاڼه لیکلي چې دا پیسې به د افغانستان په هغو سیمو کې د قحطۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې او د یو شمېر بنسټونو د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۲۹ ملیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.