ads

شنونکي: د امنیت شورا په غونډه کې سیاسي اهداف تعقیبېږي

د چارو کارپوهان وایي چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په ناستو کې خپل سیاسي اهداف لري چې ورته ناستې د افغانستان لپاره کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري.

فضل هادي حمیدي
8 کب 1402
شنونکي: د امنیت شورا په غونډه کې سیاسي اهداف تعقیبېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشا ناسته وکړه.
د دغې ناستې په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د بیا مدغمېدو لپاره باید د افغانستان اوسنی حکومت نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.
په دغه ګډه خبرپاڼه کې چې د امنیت شورا د یوولسو غړو هېوادونو استازو لاسلیک کړې راغلي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په کلکه غندي، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کوي او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.
په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټینګار شوی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیزي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي، نړیوالو په هغو غونډو کې چې د افغانستان په اړه جوړوي، د افغانستان ګټو ته پام نه کوي او خپل اهداف تعقیبوي:
«غوره به دا وي چې افغان حکومت په کور د ننه ستونزې حل کړي، د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني، هغه څه چې دوی له نړیوالې ټولنې غواړي، هغوی هم مجبور دي چې ورسره ومني، تر څو چې د رسمیت پېژندلو مسئله ختمه شي او افغانستان له انزوا څخه راووځي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی حمیدالله هوتک هم د نړیوالې ټولنې تعامل د افغانانو له غوښتنو سره تړلی بولي او وایي چې افغان نجونې زموږ خپلې خویندې دي او حکومت باید ورته د زده کړو زمینې په چمتو کولو کې کوټلي ګامونه اوچت کړي:
«په وار وار موږ له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې چې دخپل ولس غږ واوري، که څه هم بهرني فشارونه هم شته، خو که د ولس غوښتنې ومنل شي، بیا به نړیواله ټولنه هم تعامل کوي او دا حکومت به هم رسمیت وپېژني.»
وموغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره د دغه راپور تر بشپړېدو پورې هغوی خپل نظر او غبرګون له موږ سره شریک نه کړ.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې که په یاده غونډه کې داسې پرېکړې وشي چې د افغانستان په زیان وي، دوی ته د منلو نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA