د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د حکومت د رسنیو مرکز مسوولینو د دوشنبې په ورځ په هغو مراسمو کې چې د ۱۴۰۲کال د افغانستان د غوره رسنیو د جایزې تر سرلیک لاندې جوړ شوي وو، د اطلاعاتو په وړاندې کولو او انعکاس کې د رسنیو رول اغېزمن وباله.
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر نعیم الحق حقاني رسنیو ته د حکومت او ولس ترمنځ د پل په توګه اشاره وکړه او ویې ویل:
«موږ رسنیو ته اړتیا لرو او موږ د دې رسنیو له لارې پیژندل کیږو. هرڅوک د رسنیو په ارزښت پوهیږي.»
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت ټول مشران د خبریالانو د کار او فعالیتونو ملاتړ کوي او د دوی پر وړاندې شته ستونزې به د وخت په تېرېدو حل شي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ په دې غونډه کې د رسنیو د قانون د توشیح غوښتنه وکړه.
«د رسنیو د قانون په تصویب سره به د رسنیو فعالیتونه ښه تنظیم شي او معلوماتو ته به لاسرسی اسانه شي.»
د يادونې وړ ده، چې په نننۍ غونډه کې يو شمېر خبريالانو ته د هغوى د رسنيزو فعاليتونو له امله ستاينليکونه ورکړل شول، چې په دغو خبريالانو کې د کليد راډيو يو خبريال هم وو.