ads

افغان کرکټ لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه وبایلله

سریلانکا لوبډلې د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او دغه راز د درېیو لوبو لړۍ یې هم وګټله.

شېرشاه عزیزي
1 کب 1402
افغان کرکټ لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه وبایلله

د دې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سریلانکا لوبغاړو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عظمت عمرزي او محمد نبي دوه دوه، فاروقي او نوین الحق یو یو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان لوبغاړو ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۱۱۵ منډو وسوځېدله. دغه راز سریلانکا دا لوبه د ۷۲ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
تر دې مخکې سریلانکا په ټسټ او یو ورځنیو لوبو کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA