ټاکل شوې چې نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت ۶ بجې پیلیږي.
د افغانستان له لوري په یادو سیالیو کې راشد خان او مجیب الرحمن د ټپونو له امله نشي لوبېدی.
د افغان لوبډلې لوبډل مشري بیا هم د راشد په نشت کې د ابراهیم ځدران په غاړه ده.
تر دې وړاندې سریلانکا لوبډلې په یوې ټیسټ او پنځوس اوریزه سیالو کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ