ads

نن د فبروري ۱۳مه؛ د راډیو نړیواله ورځ

۹۸ کاله مخکې د افغانستان د پخواني پاچا شاه امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې پر۱۳۰۶ هـ ش کال کابل راډیو خپرونې پیل کړې، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو عواملو له کبله د یادې راډیو غږ چوپ شو.

تاج ولي غورځنګ
24 سلواغه 1402
نن د فبروري ۱۳مه؛ د راډیو نړیواله ورځ

«کوته لندني» هغه ودانۍ وه چې په لومړی ځل د کابل راډیو غږ ترې خپور شو چې په پخواني کابل ښار کې د «شېر دروازې» د غره په لمن کې جوړه شوې وه، خو اوس یې هېڅ نښه نه ده پاتې.
د ۱۳۲۰ هـ ش کال په حمل میاشت کې د کابل راډیو خپرونې بیا پیل شوې چې بیا وروسته د دې راډیو نوم د افغانستان په ملي راډیو بدل شو.
د پروین په مستعار نوم لومړنۍ نجلۍ وه چې په ۱۳۲۹لمریز کال یې د افغانستان له ملي راډیو څخه غږ خپور شو چې اصلي نوم یې خدیجه و.
د ملګرو ملتونو علمي، ښونیزې او کلتوري څانګې یونیسکو په ۲۰۱۱میلادي کال کې د فبرورۍ پر ۱۳مه د راډيو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله چې بیا په ۲۰۱۲ کال کې دا وړاندیز د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې تصویب شو.
په افغانستان کې د راډیو فعالیت په نږدې سلو کلونو کې له هسکو او ټیټو سره مل و.
د راډیو د نړیوالو ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشره «روزا اوتنبیا» وایي، د دغه هېواد نږدې ۸۰فیصده وګړي لا هم د راډیو له لارې ورځني معلومات تر لاسه کوي.
نوموړې د کلید راډیو له دفتره د لیدنې پرمهال وویل، راډیو لا هم په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د خبرونو د کره اطلاعاتو، طبیعي پېښو، چاپېریال ساتنې او نورو اړوندو مسایلو په اړه د اطلاعاتو رسوونې تر ټولو باوري سرچینه ګنل کېږي.
«راډیو لا هم د معلوماتو لپاره تر ټولو حیاتي سرچینه بللی شوو. په ځانګړي ډول د زده‌کړو، خبرو اترو یا ډیالوګ او د عامه پوهاوي لوړولو په برخه کې. په افغانستان کې اوس‌مهال له ۸۰سلنې پورته خلک لومړني معلومات د راډیو له لارې لاسته راوړي.»
پوښتنه دا ده چې په اوسنۍ ټیکنالوژۍ او د ټولنیزو رسنیو په ګرم بازار کې ولې په افغانستان کې راډیو اوس هم ۸۰فیصده اورېدونکي او مینه‌وال لري؟
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي، راډیو لا هم خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې اغېزناک رول لري.
«په افغانستان کې راډیو له هغو رسنیو څخه ده چې خپل ځای یې ساتلی دی. ځینې علتونه هم لري، لکه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې لا هم خلک برېښنا ته لاس‌رسی نه‌لري. د همدې دلیل له کبله کروندګر د کروندې پر مهال او دوکاندار د دوکاندارۍ پرمهال راډیو اوري.»

د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکی عزیز ګل چې اوسمهال ۹۳کلن دی، وایي له پنځوس کلونو راهیسې بېلابېلې راډیویي خپرونې اوري او ښه کلک یې مینه‌وال دی.
«د راډیو له لارې موږ له هر څه خبریږو، ځکه راډیو موږ ته ډېر سهولتونه برابر کړي دي. راډیو له هر درد، کړاو او تکلیفونو نه موږ خبروي. زه یوه غټه راډیو لرم چې شپږ بالټۍ خوري. هره ورځ خبرونه اورم. اوس په فلسطین کې جګړه ده.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې شاوخوا ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت لري.
د دغه وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهي وایي، اسلامي امارت په ټوله معنی د راډیوګانو او کارکوونکو کلک ملاتړ کوي.
«موږ د دې ورځې په مناسبت له ټولو هغه کسانو چې په راډیو کې کار کوي یا ورپسې اړوندیږي، غوښتنه او هیله دا ده چې له راډیو څخه د یوې اغېزناکې وسیلې په توګه کار واخلي.»
د بیان او رسنیو ازادي له تېروو دوو لسیزو په زیاته موده کې په افغانستان کې لویه لاسته راوړنه ګنل کېږي.
په دغه موده کې د سلګونه تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیت پیل شو او د ښځو په ګډون زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د بېلابېلو عواملو له کبله ۶۰فیصده رسنۍ تړل شوې چې یو شمېر راډیوګانې هم په کې شاملې دي.
د معلوماتو له مخې، له نن څخه ۱۳۸ کاله وړاندې په ۱۸۸۶میلادي کال کې یوه جرمني فېزیک پوه «هینریخ هیرتز» د لومړي ځل لپاره د راډیو څپې وپېژندلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA