ads

د ښځو بې‌وزلۍ کیسې

یو شمېر ښځې وایي چې اقتصادي ستونزو یې ژوند ور تریخ کړی او له بدې ورځې خلکو ته د مرستې لاس غځوي.

فضل هادي حمیدي او هاجر جعفري
23 سلواغه 1402
د ښځو بې‌وزلۍ کیسې

رابعه چې کرۍ ورځ د فاریاب ولایت په مرکز ممینه کې کوڅه په کوڅه ګرځي، وايي چې د سوال له لارې خپلو ماشومانو ته نفقه ګټي.
«مېړه مې مړ شوی او درې ماشومان لرم، له الله پرته بل څوک نه لرم، سوال کوم تر څو خپلو بچیانو ته ډوډۍ پیدا کړم؛ که یې پیدا نه‌کړم هغوی وږي ویده کېږي.»
مرسل چې د شپږو ماشومانو مور ده، وایي چې مېړه یې پر نشه یي توکو روږدی دی او دوی یې همداسې پرېښي.
«د خلکو په کورونو کې کار کوم، د شپږو ماشومانو سرپرستي کوم، په دې یخو ورځو کې هېڅ د سون توکي نه‌لرو، د خوراک ډوډۍ نه‌لرو، خلکو ته مې لاس نیولی، اولادونه مې وږي او تږي په میدان پاتې، سرپرست نه لري، څه وکړم؟»
بل لور ته ځینې بې‌سرپرسته مېرمنې د مرستندویه ادارو له لوري د مرستو پر وېش نیوکه لري او وايي چې عادلانه نه‌دي او اړمنو ته نه‌رسېږي.
د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکې تاج بي بي چې مېړه یې ناروغ دی او د کورنۍ سرپرستي دې ته ور تر غاړې ده، وايي چې مرستې باید حقدارو ته ورسېږي.
«د کورنۍ د ټولو غړو سرپرستي زما پر غاړه ده، مېړه مې ناروغ دی او کار نه شي کولای، یو زوی لرم چې کوچنی دی او نور اولادونه مې نجونې دي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، موږ سره باید مرسته وشي.»
د کونړ ولایت اوسېدونکې ګل‌وره چې مېړه یې په جګړو کې له لاسه ورکړی، وایي چې د خپلو اولادونو لپاره د نفقې پیدا کولو له‌پاره هېڅ عایداتي سرچینه نه لري او اړ ده چې له نورو مرسته وغواړي.
«مېړه مې په تېرو جګړو کې مړ شو، اوس د کورنۍ سرپرستي زما په‌ غاړه ده، ټول بچیان مې له لوږې ځورېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې مرستندوی بنسټونه له موږ سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.»
ځینې ښځې د ژوند تنګسې دې ته اړ کړې چې په سړکونو باندې نسبتا سخت کارونه وکړي. شیرین جان د هرات په لیلامي جادې کې په کراچۍ منتو پلوري. نوموړې اصلا د بلخ ولایت ده، خو په خبره یې د مجبورۍ له کبله هرات ته بې‌ځایه شوې.
دا ۵۷ کلنه مېرمن د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازینې کارکوونکې ده چې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي او د مېړه په ګډون یې د کورنۍ نور ټول غړي وزګار دي.
«د ورځې له دوو تر ۲۵۰ افغانیو کار کوم، د دغو پیسو لږ اندازه یې پر خپلو ماشومانو مصروفوم، د میاشتې ۵زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم او لس تنه په کور کې یو.»
سربېره پر دې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو یو شمېر بې سرپرسته مېرمنې اړ کړې چې د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره د کور وسایل وپلوري.
انیسه چې دوه کاله وړاندې کونډه شوې او د خپلو څلورو اولادونو سرپرستي کوي، وايي چې له نفقې برابرولو په پار یې ان د کور لوښي او وسایل وپلورل.
«پخوا به خلکو لږ لږ مرسته راسره کوله، په خپله مې هم د خلکو په کورونو کې کار کاوه، خو اوس چې له ټولو ځایونو مې لاس را لنډ شو، د کور وسایلو پلور ته مې مخه کړه چې د یو څو توشکو او بالښتونو پرته چې شپه او ورځ پرې تېروو نور مې ټول شیان وپلورل.»
له دې سره هم‌مهاله یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې مسوولین او مرستندوی نړیوال بنسټونه باید د فقیرو مېرمنو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي. د اقتصادي چارو کارپوه فیروز غفوري وایي: «د کاري فرصتونو نشت د دې سبب شوی چې یو شمېر مېرمنې سوال کولو ته مخه کړي او ماشومان یې هم له زده کړو لرې پاتې شي، د بېوزلۍ او لوږې د مخنیوي لپاره باید مسوولین د بې‌وزله او بې سرپرسته ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.»
یو شمېر نور کارپوهان بیا د بې‌وزلۍ مخنیوي په له حکومت غواړي چې بنیادي پروژې پلې کړي. اقتصادي کارپوه شبیربشیري وایي: «د هغو خلکو لپاره چې له مجبورۍ سوال کوي، مرستې بنسټیزه حل لاره نه‌ده، بلکې هغوی باید په فابریکو کې په کار وګمارل شي او په ټوله کې په مختلفو برخو کې کاري زمینې رامنځ ته شي.»
په ورته وخت کې دیني عالم مولوي روح الله رحیمي توصیه کوي چې د حکومت ترڅنګ، سوداګر او د ټولنې شتمن وګړي هم د بېوزله خلکو په اړه مسوولیت لري چې همکاري ورسره وکړي.
«هر مسلمان چې له مالي پلوه یې وضعیت ښه وي، د بېوزله، یتیمانو، کونډو او ټولنې نورو اړو کسانو د ژوند په اړه باید خپل مسوولیت ادا کړي، په قرانکریم کې د زکات، صدقو او خیراتونو هدف او فلسفه هم دا ده چې نور وګړي محتاج پاتې نه شي او سوال ونه کړي.»
بل خوا د اسلامي امارت مسوولین وایي، د سوالګرو راټولولو او بې سرپرسته وګړو لپاره یې کمېټه جوړه کړې چې تر اوسه نږدې ۵۰ زره کسانو ته معاش ټاکل شوی دی. د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي: «د خلکو لپاره د کاري زمینو رامنځ ته کول د اقتصاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي، هېوادوالو ته د کاري فرصتونه رامنځ ته کولو په هدف په اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونو او برنامو کار کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وایي، اوسمهال هغه ښځې چې د کورنیو سرپرستي کوي، د نارینه سرپرستانو په پرتله ډېرې زیانمنې دي.
اوچا دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۸مه د ( افغانستان بشردوستانه اړتیاوو پلان) تر عنوان لاندې په یوه راپور کې کړې دي. اوچا په خپل دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان نږدې نیمایي وګړي له بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي چې ښځې ډېرې له دې ستونزو څخه ځوریږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA