په ننګرهار کې د اتصلات شبکې د خپرونو مسوول احمد يما راشيدي وایي، یاده سیالي هر کال د هېواد په کچه په اتو زونونو کې ترسره کېږي چې هدف یې د حافظانو هڅول او د ښو استعدادونو په ګوته کول دي.
د دغو قاریانو له ډلې به درې تنه غوره شي چې ښه تلاوت وکړي.
«د قرانکريم د حسن قرائت اولسمه سيالي ده چې هر کال يې افتتاح له جلال اباد څخه کوو. نن په کې ۱۲۰ تنه قاريانو او حافظانو برخه اخيستې او همداسې نور زونو ته غځوو. له هر زونه څخه درې کسه انتخابېږي چې ټول ۲۴ تنه کېږي. د دې سيالۍ وروستی پړاو به په مرکز کابل کې تر سره شي».
د ننګرهار ولایت د حج اوقافو ریاست مرستیال حافظ سید عبدالقادر له نورو مخابراتو شبکو او ملي تجارانو هم وغوښتل چې د طالب العلمانو د هڅونې په هدف برنامې برابرې شي.
همدا رنګه نوموړي وويل، دوى د دغسې ډول پروګرامونو ملاتړ کوي او له خپل لوري يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
«زموږ غوښتنه هم همدا ده او د طالب العلمانو غوښتنه هم همدا ده چې نور مخابراتي شبکې دې هم ورته سيالۍ برابرې کړي، له تجارانو نه مو هم همدا غوښتنه ده چې دوی هم دغسې سيالي تر سره کړي او د دوی کومې غوښتنې چې وي موږ ورسره په پوره مانا همکاري کوو.»
په سیالۍ کې دوه تنه ګډون کوونکي حافظان مجتبی او محمد عمر له یادې سیالۍ خوښ وو او دا ډول سیالي یې د حافظانو لپاره ګټورې وبللې.
دغو حافاظانو له نورو مخابراتي شبکو هم وغوښتل چې د مدارسو زده کوونکو د تشويق لپاره دا ډول سیالۍ پیل کړي.
«د زده کوونکو لپاره دا ډېره مهمه ده، ځکه ځينې استعداد لري، خو پټ دی، که په کې برخه واخلي، نو خپل استعداد ورته معلومېږي.»
«په دې سيالۍ کې مې ګډون کړی، له اتصلات شبکې څخه مننه کوو چې دغسې دیني سيالي مخې ته وړي. له نورو مخابراتي شبکو څخه مو هم غوښتنه ده چې دغسې سيالۍ برابرې کړي، تر څو لا زده کوونکي تشویق شي».
هیره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د اتصلات شبکې ورته شپاړس سیالۍ ترسره کړې دي.
د مسوولينو په خبره، په راتلونکي کې هم دغه ډول سیالۍ په پلان کې لري چې خلک د قرانکریم تلاوت ته تشویق شي.