یاده لوبه چې تېره ورځ ترسره شوه، په کې امریکايي لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرکټ لوبډلو په روان نړیوال جام کې افغان لوبډلې تر دې وړاندې نیپال، پاکستان او نیوزیلنډ څخه ماتې خوړلې دي.
د دغې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې ۱۶مقام خپل کړ.
که څه هم تر دې وړاندې د افغان کرکټ له ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې دوه ځله تر نیمه پای لوبې هم رسېدلې؛ خو دا ځل یې یوازې امریکا ته ماتې ورکړه، چې تازه یې د کرکټ لوبه پیل کړې.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر کرکټ مبصرینو په کرکټ بورډ نیوکې کړې، چې د لوبغاړو په غوراوي کې یې وړتیا په نظر کې نه ده نیولې.
بل لورته ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به سبا له سریلانکايي لوبډلې سره ټیسټ لوبه پیل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ