دوی زیاتوي، داسې ښکاري چې له اسلامي امارت سره سیمهییز هېوادونه د پام وړ سیاسي تعامل غواړي او لا هڅه کوي چې اړيکې پراخه او په پایله کې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالواسع قانع وایي، سیمهییز هېوادونه پوهېږي چې له اسلامي امارت سره له سیاسي تعامل پراخېدو پرته بله لار نهلري.
«چین له ډېر پخوا نه له طالبانو سره ښې اړيکې درلودلې او نورو هېوادونو ته متفاوتې اړېکې وې. ځینې نور هېوادونه به هم یو څه دا جرات پیدا کړي چې ترڅو له امارت سره خپل تعامل زیات کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز معارج بیا په سیمه کې د چین هېواد سیاسي او اقتصادي اهمیت ته په اشارې وایي، له اسلامي امارت سره د چین مثبت سیاسي تعامل به نورو سیمهییزو هېوادونو ته هم زړه ورکړي چې دا ډول اقدام وکړي.
«که څه هم ځینې هېوادونه ضرورت هم نهلري، خو بیا هم دوی له امارت سره همکاري او تعامل کوي. په ټوله کې دغه یو غیر رسمي یا ناعلان شوی په رسمیت پیژندلو معنی هم ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت تېره ماښام خبر ورکړی چې په چین کې یې سفیر خپل باور لیک د هغه هېواد جمهور رییس «شي جېن پینګ» ته سپارلی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل په دې اړه کلید ته وویل:
«د باورلیک منلو پر مهال د چین جمهور رییس بلال کریمي ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه.»
تر دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر هم په رسمي ډول خپل باور لیک د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته سپارلی و.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر د چین د جمهور رییس «شی جین پېنګ» له لوري د افغانستان سفیر ته د باور لیک سپارلو په غبرګون کې ویلي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه د چین دریځ واضح نه دی او واشنګټن په تمه دی چې بجېنګ په دې اړه خپل وضاحت وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ