ads

له سریلانکا سره ټیسټ لوبې ته لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سري لانکا پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

شېرشاه عزیزي
10 سلواغه 1402
له سریلانکا سره ټیسټ لوبې ته لوبډله اعلان شوه

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، بهیر شاه محبوب، ناصر جمال، اکرام علي خېل، محمد اسحاق، قیس احمد، ضیا اکبر، ظاهر خان، یمین احمدزی، نجات مسعود، محمد سلیم صافی، او نوید ځدراڼ شامل دي.
ټاکل شوې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ پنځه ورځنۍ یا ټسټ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د فبروري میاشتې په دویمه کولمبو کې پیل شي.
تر ټسټ لوبې وروسته د افغانستان او شري لنکا ترمنځ درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم شته، خو تر اوسه لوبډلې ورته نه دي اعلان شوې.
افغان کرېکټ بورډ داسې مهال د شري لنکا خلاف ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړې چې د غوراوي کمېټې د مشر اسدالله خان پر ځای احمد شاه سلیمانخېل د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وګمارل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA