ads

د سندرغاړو شکایتونه

د بلخ ولايت يو شمېر سندرغاړي وايي، په تېرو دوو کلونو کې يې يوه سندره هم نه ده غږولې او نه يې د موسيقۍ کومه آله غږولې ده.
دوی زیاتوي، که څه هم ژوندي دي، خو غږ یې غلی شوی دی.

شېرشاه عزیزي
6 مرغومی 1402
د سندرغاړو شکایتونه

سندرغاړی حسیب الله تقدیر، چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې په سندرو ویلو بوخت وو وایي، اوس د نورو کارونو او کسبونو په لټه کې دی.
«څه موده وړاندې د یوې مرستندویه ادارې چارواکي د سروې لپاره راغلل. په لېست کې د ټولو اوسېدونکو نومونه شامل شول خو په کومه ورځ چې مرستې ووېشل شوې زما نوم په لېست کې نه و. کله چې ما د کوڅې له وکیل څخه وپوښتل، هغه وویل چې حسیب الله یو سندر غاړی دی او مرستې ته اړتیا نه لري.»
دغه سندرغاړی وايي چې یو شمېر هنرمندانو نورو کارونو، لکه په هوټلونو کې شاګردي، کارګري او ورځنۍ مزدورۍ ته مخه کړې ده.
یو بل سندرغاړی هارون سروري چې اوس یې د خوراکي توکو پلورنځی جوړ کړی او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ برابروي وايي، کورنۍ يې له دوو نسلونو راهيسې دغه مسلک ته دوام ورکړی خو اوس یې له سندرو او موسيقۍ سره مخه ښه کړې:
«وروسته له دې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، دوی موږ ته اجازه نه وه راکړې او موږ اړ شوو چې د کورنۍ لپاره د یوې ګولې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره بله دنده غوره کړو. اوس می یو دوکان جوړ کړی.»
سروري د خپل تېر وخت يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې پخوا يې ښه وخت درلود، ځکه ښه عايد يې درلود، خو اوس يې په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلي دي.
«د شپې لخوا به د خلکو محفلونو ته لاړو او موسیقي به مو غږوله، موږ ته د هرې نندارې پرسر تر ۲۰۰ ډالرو پورې راکول کېدل.»
که څه هم په بلخ ولايت کې د سندرغاړو د شمېر په اړه کره شمېره نشته، خو پخوا د مزارشريف ښار يو لوى مارکېټ د سندرغاړو مرکز و، چې تر سلو زياتو سندرغاړو په دغه مارکېټ کې خپل دفترونه درلودل، خو اوس په دې بازار کې د سندرغاړو او هنرمندانو کوم دفتر نشته.
د بلخ ولایت د افغان فلم مسوول محمد صادق سرمست زاده هم د سندرغاړو ستونزې مني او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو د پاملرنې غوښتنه کوي.
نوموړی وايي، ډېرى سندر غاړي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ځکه د نظام له بدلون وروسته دوى ته د کار اجازه نه ورکول کېږي او اوس د خپلو کورنيو د لګښتونو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
«کله چې موږ وایو سندرغاړي یو، هیڅوک موږ ته د مرستوکارتونه نه راکوي نه یوازې د تیاتر او سینما هنرمندان، بلکې د موسیقۍ سکتور هم په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی.»
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين د هنرمندانو ستونزې مني او وايي، چې اسلامي امارت يو شمېر هنرمندانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور ريس ذبيح الله آریایي وايي چې اوس د موسيقۍ يو شمېر هنرمندان د ترانې ویلو په برخه کې کار کوي.
«کومو کسانو چې د موسيقۍ په څانګه کې کار کړی، يو شمېر يې اوس د ترانو او ترنم په څانګه کې کار کوي او دوی په یو شمېر مناسبتي پروګرامونو کې چې اړتيا وي، برخه اخلي.»
که څه هم سندرغاړو ته له دوو کلونو زیات د کار اجازه نه ده ورکړل شوې، خو دوی وايي چې اسلامي امارت او په دې برخه کې مرستندویه بنسټونه دې ورته د کار او بوختیا زمینه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA