ads

مجاهد: یو شمېر هېوادونو عقدیي سیاست غوره کړی

په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنېدو نږدې دوه نیم کاله پوره کېږي، خو لاهم د نړۍ هېڅ هېواد د اسلامی امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

فضل هادي حمیدي
2 مرغومی 1402
مجاهد: یو شمېر هېوادونو عقدیي سیاست غوره کړی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه پوره کړي، خو یو شمېر هېوادونه په دې برخه کې عقده یي چلند کوي.
مجاهد وایي، اوسمهال هم افغانستان له ګڼو هېوادونو سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې رسمي تعامل لري او دا تعاملات لا د پرمختګ په حال کې دي:
«د رسمیت پېژندلو لپاره اسلامي امارت ټول هغه شرطونه پوره کړي چې د یوه هېواد په رسمیت پېژندلو لپاره اړین دي، له بده مرغه ځنې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې ماتې وخوړه او له افغانستانه په شکست سره ووتل، هغوی د عقدې او کینې له مخې چې لاهم یې له افغانستان سره لري، داسې ناسم سیاستونه او ناسمې پالیسۍ اعمالوي او نور هېوادونه او سازمانونه هم له دې منع کوي چې له افغانستان سره تعامل ولري، خو دا بریالۍ لار نه ده او دا د ناکامو تجربو تکرار دی.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی او د فلسطین په اړه په لوړ رتبه سیاسي او مشورتي کنفرانس کې یې ګډون کوي.
د چارو کارپوهان دغه بلنه هم د پام وړ پرمختګ بولي او زیاتوي، له دې ښکاري چې د افغانستان نظر او دریځ په سیمه او نړۍ کې مهم دی.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي، داسې ناستې او کنفرانسونه له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو او د افغانستان د لاسته راوړنو بیانولو لپاره ښه فرصتونه دي:
«د افغانستان استازی به هلته د نورو هېوادونو له استازو سره ګوري، هغوی ته به قناعت ورکوي، هغوی به خپل ملاتړ ته هڅوي، متقي صاحب به هلته د افغانستان یو ښه تصویر وړاندې کړي، عام المنفعه پروژې چې روانې دي، په اقتصادي برخه کې پرمختګونه او سراسري امنیت د لاسته راوړنو ښې بېلګې دي چې متقي به یې هلته وړاندې کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی شېرحسن حسن وایي چې د رسمیت پېژندلو لپاره د نجونو او ښځو د زده کړو او کار، د خلکو سیاسي او مدني ازادۍ او ځني نورې ستونزې شته چې باید حل شي:
«زه باور لرم چې که دغه نیمګړتیاوې پوره کړي، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې چې د نړیوالې ټولنې یوه لویه غوښتنه ده، نور ډیر کارونه دې ته نږدې شوي چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یو سیال هېواد په توګه وپېژندل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال دي او دغه راز د ګڼو هېوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ په افغانستان کې فعالې دي او ډېپلوماټان یې هم په کې حضورلري.
خو لاهم څنګه چې لازمه ده، نړۍ له افغانستان سره سیاسي تعامل نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA