ads

له پاکستان څخه د جبري راایستل شویو نامعلوم برخلیک

په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې له راستانه کړای شویو کډوالو سره د کلید خبریالانو مرکې ښيي چې په ډېر بد چلند را شړل شوي دي.

فضل هادي حمیدي
27 لیندۍ 1402
له پاکستان څخه د جبري راایستل شویو نامعلوم برخلیک

د دوی په خبره پاکستاني پولیسو نه د مېرمنو لحاظ کړی، نه د ماشومانو او پرله پسې د مهاجرو په کورونو چاپې وهل شوې، ګڼ شمېر جیلونو ته لېږدول شوي او ځینې بیا د پیسو په بدل کې خوشې شوي دي.
مومن خان چې په اسلام آباد کې له ۱۲کاله اوسېدو وروسته له خپلو یوولسو بچیو سره هېواد ته راستون کړای شوی، وایي چې پاکستاني پولیسو څو ځله د دوی پر کور چاپې وهلې او بالاخره دوی یې په وهلو او ډبولو کډې کولو ته مجبور کړي دي.
«راغلل، چې کومې روپۍ وې، هغه یې هم له موږ نه يوړې، زوی مې یې ونیوه؛ يو – يو نيم لک روپۍ یې غوښتې، بيا په ډېرو لانجو يو لک روپۍ مې قرض کړې، هغوی ته مې ورکړې.»
مومن خان زیاتوي، پاکستاني پولیسو د کالیو پلټلو پر مهال د هغه د کورنۍ د مېرمنو سره زر هم له ځان سره وړي. د مومن خان په وینا، له اسلام آباده تر تورخمه چې راتلل، په لاره کې به هرځای پولیسو په یوه او بل نامه ځورول او پیسې یې ترې اخیستې.
«تورخم ته راغلو، ۳۰ زره روپۍ مې په جيب کې وې، له هغې نه شل زره یې واخيستې»
ادم خان بل هغه راستون کړای شوی افغان دی چې وایي، پاکستاني پولیسو په لاره کې له موټره ښکته کړل او دوی یې زندان ته یووړل، ښځې او ماشومان یې د سړک پر سر پاتې شول.
«سامان مو چې وتاړه را روان شوو؛ لاره کې اټک پل سره پوځيانو ښکته کړو، موږ نه يې پوښتنې وکړې، یو بل ته یې ویل چې افغانان دي بيا يې يوړو بنديان يې کړو؛ ښځې او ماشومان مو هلته په سړک پاتې شول.» د ادم خان د مرکې کلیپ
کندهار ته هم له پاکستانه راغلي کډوال وايي، د پاکستاني پولیسو له لوري يې شتمنۍ، نغدې پیسې، کاروبار او حتی د ښځو سره زر ګرځول شوي دي.
اخترګل اکا وايي چې په کوېټه کې يې څو کاله مخکې د اوسېدو لپاره کور پېرلی و چې د راتګ پر مهال یې پولیسو د پلورل کېدو اجازه ورنه کړه.
«ما خپل سرای درلود، هغه را څخه پاتې شو، پیسې مي پاتې شوې او کاروبار مې هم له ټول سامان سره پاتې شو.»
ساحل راپور کلیپ ۱۳ ۱۱ ۲۰۲۳
۵۵ کلن عبدالمجید چې ۱۱ اولادونه لري او تازه په تازه خوست ته را رسیدلی وايي چې پاکستاني پولیسو یې ټوله شتمني لوټلې ده.
«له موږ سره ډېر زیاتی وشو، ډېر ظلم راسره وشو، موږ يې له پاکستان نه په ډېر ظلم او جبر را وشړلو.» بصیر یاد ۶ ۱۱ ۲۰۲۳
پر پاکستان سربېره په ایران کې هم مېشت افغانان د ایراني ملېشو له خوا له ناوړه چلند سره مخ شوي دي. د بغلان اوسېدونکی محمدخان چې ۳۱کاله يې په ایران کې ژوند کړی، وایي چې د ده په څېر له زرګونو افغانانو سره داسې ناوړه چلند شوی چې هېڅ وخت به یې له یاده ونه وځي.
«پولیسو له موږ سره ډېر ناوړه چلند کاوه، تر سرحده یې په وهلو او ډبولو راوستو، پیسې او هرڅه مو چې درلودل رانه یې واخیستل.»
د کندز اوسېدونکی حسام بیا وایي چې ایراني ځواکونو درې شپې او ورځې په زندان کې وږي ساتلي وو.
«له موږ سره یې ډېر ناوړه چلند کاوه، وهلو یې، موږ ټول یې په موټر کې هغه خپل پوځي مرکز ته یوړو، هلته یې موږ درې شپې وږي وساتلو.»
غبرګونونه
بل لور ته د افغان کډوالو شکایتونو افغان حکومت هم اړ کړ چې غبرګون وښيي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خوا په خپره شوې اعلامیه کې چې په اتو مادو کې رانغښتل شوې وه، له افغان کډوالو سره پر مناسب چلند او د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار شوی و.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې ویل شوي: «له کومو هېوادونو چې افغانان د اجباري اخراج په پایله کې بیرته خپل هېواد ته راستنېږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه شخصي مال دی او څوک حق نه لري چې ور نه ویې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي.» اعلامیه
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک هم د پاکستان پر حکومت تور لګوي چې د افغان کډوالو هرڅه چور کوي.
«د پاکستان حکومت افغان کډوال له اندازې زیات ځوروي، که زه تاسې ته ووایم چې افغان کډوال یې چور کړل. له لاسونو ساعتونه ترې خلاصوي، څپلۍ ترې باسي، جېبونه ترې لوټوي.» غورځنګ راپور کلیپ
بل لور ته پخوانی ډیپلوماټ او د نړیوالو چارو شنونکی عزیز معارج وایي، له افغان مهاجرو سره د پاکستان او نورو هېوادونو د روان ظلم پر وړاندې دې په نړیواله کچه غږ پورته شي.
«نړیوالې ټولنې او اوسني حکومت ته په‌کار دي چې د افغان کډوالو په اړه غږ پورته کړي، ترڅو نړیوال اصول او قوانین مراعات شي.» غورځنګ راپور کلیپ
د خدماتو څرنګوالی
اسلامي امارت له پاکستان څخه په زور د را ایستل شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په پار د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو کمېسیون جوړ کړی دی. دغه کمېسیون د روغتیا، خدماتو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې ۱۲ګونې کمېټې لري.
حکومت وایي، له پاکستانه راستانه کړای شوي سلګونه زره افغانان د لنډ وخت لپاره د تورخم او سپین بولدک په مېشت غالو کې ځای پرځای شوي او ځینې یې له لنډې مودې وروسته په وړیا توګه خپلو ولایتونو او سیمو ته لېږدول شوي.
همداراز اسلامي امارت دوه میلیارده افغانۍ د دې له‌پاره ځانګړې کړې چې پرې کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکي او روغتیایي اسانتیاوې غمه وخوړل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې په لنډ مهال د کډوالو له‌پاره بیړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې.
«د افغان کډوالو لپاره په برابرو شویو اسانتیاوو کې خیمې، ګرځنده روغتیايي ټیمونه، مخابراتي خدمات، خوراکي توکي، وړیا ټرانسپورتي خدمات او یو شمېر نور شیان شامل دي.» د مومنې راپور
راغلي کډوال چېرته مېشت دي؟
چارواکي وایي چې کډوالو ته په تورخم او سپین بولدک کې لنډمهاله کمپونه جوړ شوي او د اړتیا په صورت کې به د دغو کمپونو شمېر نور هم زیات او په امکاناتو سمبال شي.
د تورخم کمپ کې د موقتي مېشتېدنې کمېټې تخنيکي رییس مولوي قسمت الله مبارز وايي چې یو کمپ مخکې فعال شوی و او دویم موقتي کمپ چې په ۶۵۰جریبه ځمکه کې جوړيږي، ټول ضروري سهولتونه په کې په پام کې نیول شوي دي.
«شپږنيم سوه ( ۶۵۰) جريبه ځمکه باندې دلته کورونه جوړيږي، په دې کې جوماتونه او مکتبونه هم په نظر کې نيول شوي، په دې ځای باندې امارت کار شروع کړی، د اوبو او تشنابونو کار يې په خلاصيدو دی.» د ننګرهار راپور ۷ ۱۱ ۲۰۲۳
دغه راز روغتیايي مسوولین وايي چې په تورخم او سپین بولدک کې د کډوالو له راستندو سره عملا د دوی ټیمونه فعال دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، په کمپونو کې پر عامه پوهاوي سربېره تر اوسه تر ۸۰ زرو پورې هېوادوالو ته او پي ډي یا سراپا روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي.
«یوازې په تورخم کې موږ تر ۳۰ پورې امبولانسونه مؤظف کړي وو، له ۱۲ څخه ډېر مو روغتیایي مرکزونه فعال کړي وو، آن جراحي، نسایي ولادي او نور خدمتونه موږ وړاندې کول، په لومړیو ورځو کې هلته ۱۹ ولادتونه هم شوي وو، هلته په یوه میاشت کې تر ۶۲ زرو پورې هېوادوالو ته او پي ډي یا سراپا خدمتونه وړاندې شوي وو او دغه ارقام اوس تر ۸۰ زرو پورې رسېږي.»
نړیوالې اندېښنې او مرستې
سړې هوا او په یو وار له پاکستانه د ګڼ شمېر کډوالو په زوره ایستل نه یوازې افغانان، بلکې نړیوال هم اندېښمن کړي. د بحران نړیوالې ډلې یو چارواکي ابراهیم بحیث ویلي چې د پاکستان دا پالیسي به په سیمه کې بحران لا پراخ کړي. د ملګرو متلونو د خوړو نړیوالې ادارې مشرې «هوسیاوو وي لي» هم په جینوا کې خبري کنفرانس ته ویلي چې افغانې کورنۍ له پاکستان څخه په خورا بدو شرایطو کې افغانستان ته په زور استول کېږي چې د ژوند او مرګ پر پوله پراته دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي مرستیال مشر «هارلډ مین هارډ» ویلي چې په راروان ژمني کې له ستنېدونکو کډوالو سره لږ تر لږه د ۲۷ملیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اړتیا لیدل کېږي.
تر اوسه په ټوله کې ۶۰ملیونه یورو اروپايي اتحادیې، ۱۰ملیونه ډالره د ملګرو ملتونو سازمان ورکړي او د ۵۸ ملیونه ډالرو ورکړې ژمنه د جاپان له لوري شوې ده.
د کډوالو غوښتنې
راغلي کډوال په ټوله کې د سرپناه، د ځمکې د ورکړې او تعلیم په برخه کې بېلابېلې غوښتنې لري. عبدالقیوم چې په بلخ کې مېشت شوی وايي چې حکومت دې د سرپناه له‌پاره ورته ځمکه ورکړي.
«نه ځمکه لرم، نه جایداد لرم، دې وطن کې هېڅ هم نه لرم. له مشرانو او اسلامي امارت نه غواړم چې موږ ته دې سرپناه راکړي.» د بلخ د راپور کلیپ
امان الله چې په هلمند کې میشت شوی بیا د کار او پېژندپاڼو غوښتنه کوي.
«موږ له اسلامي امارت نه غوښتنه کوو چې د خپل هېواد پېژندپاڼې راکړي او کاري زمینې راته برابرې کړي.» د هلمند راپور کلیب
خو اسلامي امارت وایي، په ټول هېواد کې یې دوه سوه زره نومرې د هغو راستنو شویو افغانانو لپاره ځانګړې کړې چې په هېواد کې ځمکه او د کور ځای نه لري.
د کرنې سرپرست وزیر او د ځمکې د ورکړې کمېټې مشر مولوي عطاالله عمري د ډسمبر میاشتې په اتمه تورخم کې د افغان کډوالو له پنډغالي څخه د لیدنې پر مهال ویلي، که دا نومرې بسنه ونه کړي، نو نورې نومرې به هم ورته وویشي.
«دوه لکه نومرې موږ په نظر کې لرو چې راتلونکو مهاجرينو ته به توزيع کېږي، موږ پلان لرو چې د هېواد په مختلفو سیمو کې افغان کډوالو ته دوه سوه زره نومرې ووېشو، که دا نومرې بسنه ونه‌کړي، نو نورې هم ورته وېشو.»
د زده کړو غوښتنه:
له پاکستان څخه راغلي کډوال د نورو ستونزو ترڅنګ د زده کړو له نیمګړي پاتې کېدو څخه هم شکایت کوي او غوښتنه کوي چې په هېواد کې ورته د زده کړو زمینه برابره شي.
له پاکستان څخه راغلی کډوال عابدالله وایي، هلته یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې او غواړي چې دا زمینه ورته برابره شي ترڅو خپلې زده کړې بشپړې کړي: «زموږ زده کړې په پاکستان کې نیمګړې پاتې شوې، غواړو دلته راته د زده کړو زمینه برابره شي.»
له پاکستانه بل راستون شوی کډوال محمد علم بیا د خپلو بچیانو د زده کړو په اړه اندېښنه لري او وایي چې د دوی لوڼو او زامنو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي: «هلته زموږ ژوند ښه و، بچیان مو مکتبونو او مدرسو ته تلل، دلته هم غواړو چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي او زموږ بچیانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.»
د زده کړو په تړاو د راستنو شویو کډوالو اندېښنو ته د ځواب په تړاو د کډوالو راستنولو په همغه لومړیو ورځو کې د لوړو زده کړو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ټولو راستنو شویو محصلینو او استادانو ته د زده کړو او تدریس زمینه برابروي.
په اعلامیه کې راغلي، هغه افغان محصلین چې په بهر کې یې زده کړې پای ته نه وي رسېدلې، تحصیلي اسنادو ته په کتو به په پوهنتونونو کې جذب شي.
د کاري زمینو لپاره څه پلان شته؟
هېواد ته راغلي افغانان چې تش لاس راستانه شوي، له حکومت څخه د سرپناه ترڅنګ د کاري زمینو رامنځته کولو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون په چوکاټ کې له ۱۲ګونو کمېټو څخه یوه یې هم د کارموندنې کمېټه ده چې مشري یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کوي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي کلید ته وویل چې د دوی کمېټه په تورخم، سپین بولدک او انګور اډه کې فعال ده او ټول هغه کډوال چې راځي، هغوی ته د کاري زمینو د برابرولو لپاره د دوی ځانګړنې په سیستم کې داخلوي:
«په امارتي ادارو کې چې کوم بستونه خالي دي او کوم کسان چې د دغو بستونو وړ وي، دوی به د ریاست الوزرا له هدایت سره سم یادو بستونو ته جذبېږي او کاري فرصتونه به ورته برابرېږي.»
حل لارې:
د چارو شنونکي په دې نظر دي چې د حل لپاره کومو ستونزو ته د حکومت له خوا لومړیتوب ورکړل شي او پر حکومت غږ کوي چې د افغان کډوالو لپاره د مرستو پر ځای اوږدمهاله کاري زمینې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی مشعل سمسور که څه هم د افغان کډوالو لپاره د حکومت له خوا ۲میلیارده افغانۍ بودجې ځانګړي کول یو مثبت ګام بولي، خو زیاتوي که د کډوالو شمیر زیاتیږي، ښایي دغه اندازه پیسې کفایت ونه کړي.
«زه فکر کوم چې ۲ میلیارده افغانۍ کافي نه دي، ځکه چې کله تاسې دغه پیسې دوه ځایه لکه په سپین بولدک او تورخم تقسیم کړئ، نو ډېرې کمې پیسې پاتې کیږي.» د غورځنګ د راپور کلیپ ۶ ۱۱ ۲۰۲۳
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالواسع قانع پر حکومت غږ کوي چې د افغان کډوالو د خوندي کولو لپاره باید پاخه ګامونه واخلي.
«اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې دغه وضعیت ته په کتو له نړیوالې ټولنې سره خپل روابط ورغوي. له نړیوالو مرستې جلب او یو شمیر پروژې هم پیل کړي. له خپلو هېوادولو سره هم تفاهم وکړي او په کوردننه ستونزې حل کړي.» غورځنګ راپور کلیپ ملګري ملتونه د مرستو غوښتنې کوي
که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چې تر یوې میاشتې پورې به له هغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بشپړه کړي چې شمېر یې شاوخوا یو نیم میلیون اټکل کېږي، خو وبه لیدل شي چې نور څومره افغان کډوال راستنیږي او دلته ورته څومره رسېدنه کېدای شي. د کډوالو په اړه نور جزیات په لاندې لېنک کتلی شئ!

د کډوالو د نړیوالې ورځې لمانځه، څومره کډوال راستانه شوي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA