ads

د دوحې غونډه د څه لپاره وه؟

د قطر په دوحه کې د ګډې راتلونکې جوړولو تر نامه لاندې دوه ورځنۍ ناسته د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیده.

تاج ولي غورځنګ
21 لیندۍ 1402
د دوحې غونډه د څه لپاره وه؟

د دغې ناستې په وروستۍ ورځ چې د نړۍ مشران هم په‌کې راغونډ شوي وو، د افغانستان په تړاو پر مهمو مسایلو هم بحث شوی، خو د خبرو ډېره برخه يې د افغان نجونو د زده کړو پر بېرته پیلېدو ورټوله وه.
د دوحې غونډې په څنډو کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډېکر له یو شمېر رسنیو سره ویلي چې هېواد یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره مشخص بهیر نه‌لري.
ډېکر زیاته کړې ده، دوی ته د افغانانو غوښتنه مهمه ده او افغان ولس باید داسې واکمنان پیدا کړي چې د هغوی استازیتوب وکړای شي.
که څه هم د دې ناستې په اړه د اسلامي امارت چارواکي څه نه وایي، خو د چارو شنونکي بیا یادي ناستې ته په اشارې زیاتوي چي د نړۍ مشران لا هم هڅه کوي چې پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې ومني.
د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وایي، نړۍ هڅه کوي چې پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې ومني او په خبره یې، ترڅو چې اسلامي امارت د نړۍ غوښتنو ته شنې اشارې ورنه کړي، له نړۍ سره به تا ویلې او ماویلې روانې وي.
«د دوحې وروسته غونډه هم یوه له هغو غونډو څخه ده چې نړۍ غواړي په مستقیم ډول پر اسلامي امارت فشار راوړي ترڅو خپلو ستراتیژیکو او استخباراتي اهدافو ته ورسیږي.»
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی د قطر دوحې ناستې ته په اشارې وایي، نړۍ هڅه کوي چې پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې د سیاسي فشارونو له لارې ومني.
«د امریکا او د دوی ملګري هېوادونه غواړي چې اسلامي امارت ته ور په زړه کړي چې د دوی غوښتنو پر وړاندې باید نور ګامونه هم پورته کړي چې هغه د نجونو زده‌کړې او د ښځو د کار مسئله ده. که چیرې اسلامي امارت دغه کار وکړ، نو له نړۍ سره به یې ډیپلوماټیکې اړېکې خورا وغوړیږي او تعامل به ته ورسره ورسیږي او مخته به ولاړ شي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم په دوحه کې د «ګډې راتلونکې جوړولو» په نامه د دوه ورځنۍ ناستې د پایلې په اړه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د قطر له دوه ورځني کوربتوب مننه کوي چې په افغانستان کې د ښوونې، د کډوالو د ملاتړ او د بشردوستانه اړتیاوو په تړاو د ګډو ګټو له مشرانو سره یې غونډه جوړه کړه.
دی وايي،‌ له یو شمېر خلاقو او ژمنو افغانانو سره یې د ټولو ښځو او نارینه وو، نجونو او ماشومانو د حقونو (تعلیم او کار) د پرمختګ په تړاو عمومي بحث درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA