ads

لاسونه یې نشته، خو هیلې یې ژوندۍ دي

بې لاسونو ۱۱کلنه رخسار چې اوسمهال د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د پنځم ټولګي زده کوونکې ده، یو کال وروسته به له خپلو ټولو هیلو سره په کور کېنول شي.

سمیع الله مبارز
13 لیندۍ 1402
لاسونه یې نشته، خو هیلې یې ژوندۍ دي

د هغې دواړه لاسونه نشته، خو له يو پنډ هیلو سره هر سهار له لمر ختلو سره سم د ښوونځي په تکل له کوره وځي.
نوموړې شاوخوا دوه کیلو مټره مزل د دې لپاره کوي چې د ډاکټرۍ هیلې یې پوره شي، خو بې خبره له دې چې یو کال وروسته به له ښوونځي منع او هیلې به یې د تل لپاره مړاوې شي.
هغې کلید ته وویل چې که لاسونه یې نشته، همت یې شته او نه غواړي چې نورو ته اړه شي.
«زه ډېره خوشحاله يم چې په دې معذوره ځان درس وايم او مکتب ته راځم، ارمان لرم چې لوړې زده کړې وکړم او په راتلونکې کې یوه ښه ډاکټره شم، تر څو خپلو هېوادوالو ته خدمت واکړم.»
رخسار هیله لري چې سرپرست حکومت د ټولو هغو نجونو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیزي چې په دې تمه او اميد د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.
« زه په پنځم ټولګي کې درس وايم، کال ته زه شپږم ټولګي ته ځم او له هغه وروسته راته اجازه نه راکول کېږي، دا دومره سختۍ چې ما تېرې کړې، په يخنۍ کې په ګرمۍ کې بادـ باران کې به زه راتلم، تر څو درس ووايم او په اینده کې يوه څه رانه جوړه شي. نو بيا نوره اجازه رانه کړل شي، زما به دا کړې خواري په اوبو لاهو شي. زه د اسلامي امارت څخه دا غوښتنه لرم چې د نجونو پر مخ د مکتب دروازې پرانيزي».
د رخسار پلار، نور احمد چې د خپلو بچو روښانه راتلونکي لپاره یې له کلي څخه د ښار ژوند غوره کړی، په جلال اباد کې د یوه سرای څوکېدار دی.
نوموړی وایي، پر ځان هرې سختې تېرولو ته حاضر دی، خو ستره هیله یې دا ده چې زامن او لوڼې یې د زده کړو په ګاڼه سمبال شي.
«رخساره ماشاالله ډېره هوښياره ده، درسونو کې هم تکړه ده، زه يې هم تشويقوم چې درس ووايي. نور کورسونه ووایي، نورې ژبې زده کړي، تر څو د دې راتلونکی روښانه وي.»
سیفوره ملکزۍ چې د بي بي حوا لېسې مدیره ده، د رخسار ځیرکتیا او وړتیا ستایي.
د نوموړې په خبره، رخسار د لیاقت ترڅنګ د ښو اخلاقو او هوښیارۍ له برکته برخمنه ده.
«رخسار جانه يوه ډېره لايقه بااستعتاده شاګرده ده، په درسونو کې ډېره خواري کوي. همدارنګه استادانې ورسره ډېره مرسته کوي، ټولګيوالې یې ورسره هم مرسته کوي، له کورنۍ څخه يې هم مننه کوم چې پر هغې باندې زده کړې کوي، زما لويه ارزو ده چې دا عالي تحصيلات وکړي، دنده وکړي ښه اينده ولري.»
مسوولین هم ډاډ ورکوي چې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې به ډېر ژر پرانیستل شي.
د ښاري مديريت د نظارت کميټې مشر عبدالله ناصح يې په اړه وايي:
«مشران پر دې برخې کار کوي او پر يوې طرحې کار روان دی چې زموږ د يوې خور کوم حق دی هغه ورته د اسلام او شريعيت په چوکاټ کې ورکړل شي. نو هيله‌مند یم چې یوه ورځ به د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي.
دا پهر داسې حال کې ده چې تر ۸۰۰ډېرې ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې او هېوادوال یې د پرانیستلو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA