دغه پېښه پرون ماښام ناوخته پر هغه بس موټر شوې چې له ګلګت څخه د راولپنډۍ پر لور روان و او د چلاس په سيمه کې پرې ډزې شوې دي.
پاکستاني رسنیو د چلاس سيمې د يوه امنيتي چارواکي له قوله ويلي چې په دې پېښه کې اته تنه مړه شوي چې تراوسه د پنځو پېژندګلوي شوې او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.
د عارف احمد په وينا، په وژل شويو کسانو کې دوه پوځيان هم شامل دي.
تراوسه د دغه بريد مسووليت کوم کس يا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د نومبر میاشتې په پیل کې هم د پنجاب په ميانوالي ښار کې د هوايي ځواکونو پر يوه مرکز بريد وشو چې د پاکستاني پوځ په وينا، درېيو الوتکو ته په کې زيان ورسېد.
د دغه بر يد مسووليت د تحريک جهاد پاکستان په نامه ډلې منلی و.