ads

د یوه معلول له درده ډک داستان

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي الله پوره اووه کاله په دې تمه په ویلچر او کټ کې تېر کړي چې خپلوان او دوستان به یې د درملنې له‌پاره ور ودانګي، خو هغوی هر یو ورته خپله بې وسې بیان کړې او په تش میدان یې پرېښی.

شمس الرحمن شمس
12 لیندۍ 1402
د یوه معلول له درده ډک داستان

«اووه کاله کېږي چې په دې کټ پروت یم، ډاکټر صاحب هاشم راته دا خبره وکړه چې د پاکستان مشهور ډاکټران راټولوي تر څو موږ دې عملیات وکړو، خو ما چې حساب وکړ زما له وسې خبره ډېره پورته وه.»
الله محمد وایي، تر ټولو ورته سخته دا ده چې مور یې له ده زیاته دردېږي او هر وخت یې د بې وسۍ اوښکې جاري وي.
نوموړی وایي، مور یې یوازینۍ ملګرې ده چې د ده د ناهیلۍ پېټي ته اوږه ورکړې او هر درد ته یې اوښکې تویوي.
«باور وکړئ مور هر وخت راته ژاړي او راته وايي که دا درد چېرته تقسیمېدلی نو باور دې وشه چې ما به درسره سم نیم اخیستی وای.»
الله محمد ځان ته خفه نه‌دی، بلکې خپلې کورنۍ ته هم زړه خوري، تر مور وروسته یې بل کس چې ډېر تکلیف ګالي هغه د ده کوچنی ورور خیرالله دی.
د خیرالله دنده دا ده چې هر سهار خپل معلول ورور له کور راباسي او ماښام یې بېرته کور ته په شا لېږدوي.
دا زلمی سربېره پر دې چې د خپل معلول ورور پالنه کوي، د کورنۍ له‌پاره نفقه هم ګټي او هر سهار غره ته ځي، لرګي راټولوي او بیا یې پلوري.
نوموړی وایي، هر سهار په دې نیت سترګې پرانیزي چې پیسې وګټي او د خپل ورور درملنه ورباندې وکړي، خو همېش ورسره دا پوښتنه وي چې آیا دغه هیله به یې پوره شي او که نه؟
الله محمد وړاندې وايي چې په ژوند کې یې ډېر کړاو لیدلی او د غربت او بې‌وسۍ سخت وختونه یې تېر کړي، خو په خبره یې د صورت نیستي هغه رنځ دی چې علاج یې پریمانه پیسې غواړي او دی ورته تش جیب دی.
«لوږه، تنده ته سړی دومره نه ځوروي، د صورت نیستۍ ته سړی ډېر ځورېږي، لکه لقمان حکیم صاحب وایي، اګر که زه جوړ یم، خو یو وخت مې د صورت نیستي تېره کړې چې اوس یې هم ترخه احساسوم.»
دی له افغان سوداګرو غواړي چې د اوړو او غوړیو پر ځای دې د درملنې په پار لاس ورکړي، څو په خپلو پښو ودرېږي او د نورو له احتیاجه خلاصه شي.
«زما لوی ارمان دا وه چې خپلې کورنۍ ته لوی کارونه وکړم خو د رب خوښه بل څه و اوس مې هیله دا ده چې څوک مې درملنه وکړي.»
الله محمد په ۲۰۱۷کال کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي او دواړه پښې یې فلج شوې او تر ننه په کټ پروت دی.
نوموړي ته ډاکټرانو ویلي، درملنه یې شونې ده، خو لګښت ته اړتیا ده؛ هغه تشه چې سمدستي یې دی نه‌شي ډکولی، خو د دې دومره بې‌وسۍ باوجود هم الله‌محمد هیله‌من دی چې بالاخره یو څوک به پیدا شي او د درملنې له‌پاره به لاس وروغځوي او دی به بېرته په غبرګو پښو ودرېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA