ads

په ارزګان کې د رسنیو د کارمندانو د ظرفیت لوړونې هڅې

په ارزګان کې د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په رسنيو کې په کار بوخت کارکوونکو ظرفيت لوړونې لپاره به خپلې هڅې وکړي.

احسان الله ولسمل
8 لیندۍ 1402
په ارزګان کې د رسنیو د کارمندانو د ظرفیت لوړونې هڅې

حکمت الله حکيمي هغه خبريال دی چې کلونه يې په ارزګان کې په سيمه ييزو رسنيو کې د خپرونو د چلونکي په توګه کار کړی، خو اوس چې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، په يوه دولتي اداره کې کارکوي.
هغه وايي، په رسنيو کې د کار کولو سره يې مينه وه، خو په وينا يې، کم امتيازات د دې لامل شول چې دنده پرېږدي.
«په رسنيو کې زما د کار پرېښودو لامل دا و چې سيمه‌ييزو رسنيو اقتصادي ستونزې درلودې، دوی د خپل ځان اړتياوې نه شوای پوره کولای. نو د يوه خبريال معاش ورکول د دوی له وس څخه لوړه خبره وه، زه مجبوره شوم چې په رسنۍ کې دنده پريږدم.»
په ارزګان کې د خصوصي راډيوګانو مسوولين هم ورته ادعا کوي او زياتوي چې د مالي ستونزو او امکاناتو د نه شتون له کبله دوی اړ شوي چې مسلکي کسان له دندو ګوښه او پر ځای يې په کمو امتيازاتو غیر مسلکي کسان وګماري.
د يوې خصوصي راډيو مسوول احمدشاه جواد يې په اړه وايي:
«علت يې دا دی چې رسنۍ خپل لګښتونه نه شي پوره کولای، ډېرو رسنيو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی ځکه هغه معاش چې يو مسلکي خبريال ته يې باید د کار په بدل کې ورکړي هغه نه شي پوره کولای.»
د دغه ولايت د اطلاعات او کلتور رياست مسولين او خبريالانو د بنسټونو استازي هم مني چې په رسنيو کې یو شمېر غیر مسلکي کارکوونکي کارکوي چې له کبله يې وخت ناوخته په رسنيو کې تخطۍ رامنځته کيږي.
د ارزګان د اطلاعات او کلتور ريس قاري اغاولي قريشي او د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټي مسوول نجيب الله لطیف وايي، هڅه به وکړي چې د روزنيزو پرګرامونو له لارې د يادو کسانو ظرفيت لوړ کړي.
قاري اغاولي قريشي:
«هغه خبريالان چې رسنيز ډکر ته نوي راغلي وي د هغو لپاره به سمينارونه جوړ کړو ترڅو هغوی مسلکي شي او په خپله برخه کې معلومات پیدا کړي.»
نجيب الله لطیف:
«د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه به هڅه وکړي چې د خبريالانو د ظرفيت لوړلو لپاره ورکشافونه جوړ کړي او هغوی ته روزنه ورکړي.»
تردې مخکې په دې ولايت کې درسنيو مسولينو د نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو څخه په يوه پرانيستي ليک کې د مالي ملاتړ غوښتنې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA