ads

میرضیایف: د سیمې په ثبات کې د افغانستان ونډه مهمه ده

د افغانستان اسلامي امارت د ازبکستان د جمهوررییس د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې ویلي یې وو، د سیمې په ثبات کې د افغانستان ونډه اړینه ده.

فضل هادي حمیدي
5 لیندۍ 1402
میرضیایف: د سیمې په ثبات کې د افغانستان ونډه مهمه ده

د منځنۍ اسیا هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام (سپیکا) په غونډه د ازبکستان جمهوررییس شوکت میرضیایف ویلي چې افغانستان د منځنۍ اسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات کې مهم رول لوبوي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت پرته د افغانستان په اړه نړۍوالې ناستې بې ګټې دي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید سره په خبرو کې د ازبکستان د جمهوررییس د څرګندونو د هرکلي ترڅنګ وویل، دا مهمه ده چې افغانستان په سیمه ییزو ناستو او د سیمې د ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي:
«د افغانستان اسلامي امارت د ازبکستان د جمهور رییس د څرګندونو قدردانی کوي او دا واقعیت دی، هغه ډېرو ښو مسایلو ته اشاره کړې چې افغانستان باید له نظره ونه غورځول شي، په ټولو مسایلو په ځانګړې توګه سیمه ییزو مسایلو کې خپل رول ولري. دا ډېره مهمه ده چې د سیمې هېوادونه افغانستان په خپلو غونډو کې ولري او هغه مسایل او ستونزې چې په سیمه ییزه کچه دي، افغانستان په کې خپل رول ولري.»
د چارو کارپوهان هم په نړیوالو غونډو کې داسې دریځ نیونې د افغانستان په ګټه بولي او ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له دې فرصته ښه ګټه واخلي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی معین ګل څمکنی وایي، دا یو ښه او پرځای دریځ دی او داسې دریځونه نور هېوادونه هم هڅوي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې جوړې کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې که افغانستان بدیلې لارې ولري او له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي، ځینې هېوادونه لکه پاکستان چې اوسمهال افغانستان ته ستونزې جوړوي هم اړ کېږي چې د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل کړي:
«ازبکستان اوس دا درک کړې ده چې افغانان نور باید د سیمې په ټیکاو کې مرسته وکړي، دا ښه دریځ دی، یو نورمال او مثمر ګاونډی باید همداسې دریځ ولري چې د بدل ګاونډي په ښېګڼه کې خپله ښېګڼه ولټوي او د بل ګاونډي په امن کې خپل امن ولټوي، دغه ته سیاسي هوښیارتوب وایي.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر سیال هم وایي چې د سیمې سیاسي او اقتصادي ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی او زیاتوي چې د سیمې هېوادونه اړ دي چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي، خو د نړۍ د لویو هېوادونو تر اغېز لاندې دي:
«دا پر نړیوالو مثبت اغېز کوي او مثبت پیغام ورته رسولای شي، له افغانستان سره چې پر کوم دریځ ولاړ دي، هغه ته تغیر ورکولای شي، دا یو ښه پیغام دی او خدای ج دې وکړي چې دا ټول ګاونډیان د افغانستان په اړه په خپلو دریځونو کې مثبت بدلون راولي.»
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان په اړه ډېرې نړیوالې ناستې شوې، خو کومه د پام وړ پایله یې نه درلوده او د افغانستان اسلامي امارت هم په وار وار ټینګار کړی چې ترڅو د اسلامي امارت استازي په کومو نړیوالو غونډو کې ګډون ونه لري، د افغانستان په اړه هغه غونډې بې ګټې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA