ads

شاهین: ځینو مسایلو مو له نړۍ سره د تعامل مخه نیولې

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین منلې چې ځينو کورنیو مسایلو له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل مخه ډب کړې ده.

تاج ولي غورځنګ
5 لیندۍ 1402
شاهین: ځینو مسایلو مو له نړۍ سره د تعامل مخه نیولې

شاهین چې د اسلامي امارت لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم نومول شوی، وايي ځينې مسایل په کوردننه شته چې هغه باید نور حل او په اړه یې غور وشي.
«اسلامي مارت نور باید نړۍ په رسمیت وپېژني. په دې اړه موږ هڅې کوو. بشري مرستې راجلبو. کوم د بندیزونو او ستونزې چې دي، د هغوی له منځه وړل هغه څه دي چې موږ هڅه کوو چې له منځه یوسو.»
نوموړي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې په دې اړه چې دا کوم مسایل دي، څه نه دي ویلي، خودا مهال بشري مسایل، د افغان نجونو د زده کړو او کار حقونو نه ورکړه هغه مسایل دي چې نړیوال یې له اسلامي امارت څخه د ورکړې غوښتنه کوي.
«د وخت په تېریدو سره به دا مسایل حل شي.»
سهیل شاهین ویلي چې د اسلامي امارت او ډېرو هېوادونو د استازو په ناستو او راشه درشه کې توپیر راغلی، خو په وینا یې، د ځينو مسایلو له حل کولو سره دا وضعیت لا ښه کېدای شي.
د چارو شونکي هم پر اسلامي امارت غږ کوي چې له نړۍ سره د سیاسي اړیکو او تعامل په برخه کې په کوردننه جدي او مثبت ګامونه واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک په دې اړه وایي:
«اسلامي امارت باید په زغرده د هغو ستونزو حل او غوښتنو پوره کېدو ته لبیک ووایي چې په هغو کې د بشري حقونو مسئله ده، لکه د ښځو حقونو بحث چې یادوي او دغه راز سیاسي مشارکت دی. او په نړیواله کچه د هغو دریڅو حلاصول دي چې له نړۍ سره تعامل ته لاره هواره کړي.»

شاهین ادعا وکړه چې نړۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي د فشار په ډول کاروي او په وینا یې، اوسنۍ وضعیت اغېزناک نه دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي لا هم د جمهوریت د وخت استازی نصیر احمد فایق کوي او ډېر وخت یې په افغانستان کې بشري وضعیت او د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت سختې تګلارې ننګولي دي.
اسلامي امارت بیا بیا ویلي چې فایق د ولس او د دوی د حکومت استازولي نشي کولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA