ads

د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ ۵۲فیصده انځوریزې رسنۍ تړل شوې

د نوامبر ۲۱مه د ټلوېزیون نړیواله ورځ ده، دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې را رسېږي چې د رسنیو د دفاع یو شمېر بنسټونه وایي چې په تېرو دوو کلونو کې ۵۲فیصده انځوریزو رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

فضل هادي حمیدي
30 لړم 1402
د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ ۵۲فیصده انځوریزې رسنۍ تړل شوې

له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر ظریف کریمي که څه هم د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي، خو ترڅنګ یې هیله‌من هم دی او وایي چې د رسنیو اوسني وضعیت ته په کتو، هیلې شته چې خپلواکې رسنۍ خپل فعالیت ته دوام ورکړي:
«د ټلوېزیون ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې موږ د اقتصادي ستونزو له کبله ۵۲ فیصده انځوریزې رسنۍ له لاسه ورکړې، هغه انځوریزې رسنۍ چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپل فعالیت بند کړی، هم په مرکز او هم ولایتونو کې دي، د ټلوېزیونونو ترڅنګ یوشمېرغږیزو او چاپي رسنیو هم خپل فعالیت بند کړی، خو پر دې ټولو سربېره لاهم په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو په ځانګړې توګه د انځوریزو رسنیو فعالیت ته هیلې شته دي.»
په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالیستانو د شورا مشر حفیظ الله بارکزی وایي چې په هېواد کې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان هم له اقتصادي پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ دي چې باید ورته جدي پاملرنه وشي:
«خبریالان معلوماتو ته د لاس رسي په برخه او اقتصادي ستونزې لري، موږ له وزیرانو شورا او اطلاعاتو او فرهنګ سره دا ستونزې شریکې کړې چې خبریالان بې‌روزګاره دي او باید ورته کارموندنه وشي.»
په ۱۹۹۶م کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د نوامبر ۲۱مه د ټلوېزیون د نړیوالې ورځې په نامه ونومول شوه او هدف یې هم د رسنیو له لارې په اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د اړیکو ټینګول ښودل شوي دي.
په افغانستان کې لومړی ټلوېزیون په ۱۳۵۷لمریز کال کې د سردارمحمدداوودخان دواکمنۍ پرمهال جوړ او فعالیت یې پیل کړ.
د ژورنالېزم د چارو پوهان وایي چې رسنۍ په ځانګړې توګه ټلوېزیون د خلکو ترمنځ د فرهنګي او ټولنیزو اړیکو په ټینګولو خپل رول لوبولای او دغه راز د ولس او حکومت ترمنځ یې هم د پل په حیث خپله دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان د ژورنالیستانو د شورا مشر حفیظ الله بارکزی په دې اړه وایي:
«په ځانګړې توګه چارواکو ته د خلکو غږ رسولو لپاره د ارتباط پل دی، په نورو فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې په ټوله کې رسنیو په ځانګړې توګه ټلوېزیون لوی فعالیتونه کړي دي.»
وموغوښتل چې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت او د رسنیو د ملاتړ لپاره د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلانونو په اړه د دغه وزارت د مسوولینو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره هغوی په دې اړه ځواب رانه کړ.
له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو پربنسټ، له ۱۴۷ ټلوېزیونونو څخه ۷۷ ټلوېزیونونو خپلې خپرونې د اقتصادي ستونزو له کبله درولې او ۷۰ نور لاهم فعالیت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA