ads

ماشومتوب؛ د کار په نړۍ کې، ولې؟

د کلید موندنې او شواهد ښيي چې تر یو ملیون ډېر ماشومان په افغانستان کې په درنو کارونو بوخت دي او خپلو کورنیو ته نفقه ګټي.

فضل الهادي حمیدي او احمدضیا انتظار
29 لړم 1402
ماشومتوب؛ د کار په نړۍ کې، ولې؟

د هغو مرکو پر بنسټ چې د کلید خبریالانو د هېواد په لسو ولایتونو(هلمند، ارزګان، کندهار، نیمروز، هرات، بادغیس، غور، خوست، ننګرهار او کابل) کې ترسره کړې، څرګندېږي چې ډېری ماشومانو، د بې‌وزلۍ، فقر او سرپرستانو نه‌درلودو له کبله درنو کارونو ته غاړه اېښي او له ښوونځي پاتې دي.
د نړیوالو قوانینو له مخې، هغه درانه او شاقه کارونه چې د ماشومانو فکري او جسمي ودې ته زیان اړوي او د ماشومانو تعلیم مخه نیسي، منع دي.
د افغانستان کار په قانون کې تر ۱۸کلنۍ په کم عمر کې د ماشومانو درانه کارونه چورلټ منع دي، خو د دې باوجود د افغانستان په فقرځپلې ټولنه کې، ماشومان درانه کارونه کوي.
کارپوهان وايي، دا د حکومتونو او نړیوالو بنسټونو دنده ده چې د بېلابېلو پروګرامونو او برنامو په تطبیق سره د ماشومانو شاقه کارونو مخه ونیسي او د کورنیو اقتصاد پیاوړی کړی.
جګړه ختمه، خو بې‌وزلي نه!
په هلمند کې یو شمېر ماشومانو او د کورنیو غړو یې زموږ خبریال ته ویلي چې دوی له جګړې خلاص شول، خو بې‌وزلۍ لا هم له مرۍ نیولي دي.
د دوی د استدلال له مخې دغلته اوس له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې جګړه نشته، خو بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او د سرپرست نه‌درلودو کورنۍ اړ کړي چې په ماشومانو درانه کارونه وکړي.
د هلمند نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵کلن عبدالکریم وايي که حکومت ورته د کار او روزګار زمینه برابره کړي، هېڅ‌کله به په ماشومانو کار ونه‌کړي.
«مجبوره یو چې دغه ماشومان موږ سره کار وکړي، چې مجبور نه‌شو دغه خپل ماشومان مکتب کې اچوو.»
ښوونکی محمدولي بیا وايي، ده خپل ۱۱کلن زوی ځکه په ژرنده کې په شاقه کار ګومارلی چې د معلمۍ په تنخوا یې ګوزاره نه‌کېږي.
«اوس په ښار کې د هر شي بیې درې برابره لوړې دي، نو خلک له مجبورۍ سره مخ دي.»
د ولي محمد ۱۱کلن زوی محمد حسین چې د غنمو اوړه کولو په سولري ژرنده کې د خلکو درانه پېټي چلوي، د پلار بې‌وزلي تاییدوي او وايي، د ژوند مجبوریو ژرنده کې نوکر کړی. « دې ژرنده کې دوه کاله کېږي کار کوم، څه وکړو مجبوره یو، د شپې مې پښې او وجود ټوله درد کوي.»
۱۰کلن نوراحمد چې د موټرو په یوه ورکشاپ کې کار کوي، وايي چې د ګټې وټې یې څوک نشته او که کار ونه‌کړي، وږی پاتې کېږي.
«کور ټوله را په غاړه دی. که چېرې خواري ونه‌‌کړم دونه څوک نشته په کور کې چې زموږ د مړولو غم وخوري.»
په پټي او خښتو کې د روزۍ لټه
په ښار کې د شاقه کارونو ترڅنګ په پټیو او د خښتو په بټیو کې کار کول، بل دروند پېټی دی چې د یو شمېر هلمندي، ننګرهاري او خوستیو ماشومانو پر اوږو بار شوی.
۱۲احسان‌الله وايي، د هلمند په کاریز سیمه کې هر کال د پنبې فصل ټولوي او له دې درکه هره ورځ ۱۰۰تر ۱۲۰ افغانۍ ګټي.
« کور غوړي غواړي، اوړه غواړي او نور شیان غواړي، زده‌کړې مې پرېښې دي.»
۱۷کلن شفیق‌الله چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي، وايي له خښتو خپله نفقه ګټي.
« ۷کاله کېږي چې خښتې اچوم، بس مجبوره یو چې خښتې وانه‌چوو څه وکړو، زړه کې مو دا وېره ده چې که خښتې اچول پرېږدو له لوږې به مړه شو.»
د خوست له ګربزو ولسوالۍ۱۰کلن شمس‌الرحمن بیا وايي، سهار وختي شپږ بجې له لمر خاته سره سم بټۍ ته ځي او تر مازدیګر ناوخته خښتې باسي.
«زه خښتې اچوم، قالب ډکوم او هلته يې خالي کوم. موږ مجبوره یو، پیسې نه‌لرو، سختي ده، ځکه دلته کار کوو.»
د تڼيو ولسوالۍ اوسيدونکی ۱۲کلن عثمان‌الله چې پلار یې وفات شوی او د کور سرپرستي کوي، وايي بله چاره ورته نه‌ده پاتې.
« په کور کې راته وايي چې اوړه راوړه، نور سامان نشته، غريبي ده.»
له زده‌کړو د کارګرو ماشومانو محرومېدل
له بلې خوا ډېری هغه ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي او خپلو کورنیو ته ډوډۍ ګټي، وايي چې له همدې کبله له ښوونځي پاتې دي، که نه خورا هیله‌من دي چې ښوونځي ووايي.
د غور اوسېدونکی امیرمحمد چې د سولرجوړولو په یوه دکان کې کار کوي، وايي چې د خېټې مړولو له درس پاتې کړی دی.
«شل یا دېرش افغانۍ ګټم او په پیسو یې کور ته وچه ډوډۍ وړم، نور وخت نه‌پاتې کېږي چې درس ووایم.»
احمد بیا د هرات ښار اوسېدونکی دی. نوموړی وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې ښوونځی پرېښی او د سړک پر غاړه د مېوې اوبه خرڅوي.
«له مجبورۍ کار کوم. پلار مې ایران ته تللی او وايي چې کار نشته. ۹ملیونه تومانه قرضدار دی. څلور وروڼه او یوه خور مې ده. د ورځې ۱۰۰تر ۱۵۰ افغانۍ ګټم.»
د نیمروز اوسېدونکی احمد بلال بیا وايي چې په اتم ټولګي کې ترې زده‌کړو پاتې دي او اړ دی چې کار وکړي.
“ما تر اتم ټولګي پورې درس ووایه. له یوه کال راهیسې زه او وروڼه مې اړ شوي یو چې کار وکړو.”
دغه ماشومان هر یو یې له اسلامي امارت هیله څرګندوي، څو په داسې بڼه ورته د کار او کسب زمینه برابره کړې چې هم یې تر وس پوره وي او هم زده‌کړې وکړای شي.
د ماشوم ذهني او جسمي وده
له بل لوري کارپوهان وايي، که چېرې حکومت او مرستندویه ادارې د ماشومانو شاقه کارونو په مخنیوي او بدیلو کارونو په ترویج کې پاتې راشي، لوی شمېر ماشومان به د درنو کارونو له امله له ذهني او جسمي کمزوریو سره مخ شي.
د عقلي، عصبي او رواني ناروغیو یو تن متخصص، ډاکتر محمدولي همت وايي، که چېرې ماشومان په پرله‌پسې او دایمي توګه د شاقه او درنو کارونو ترسره کولو ته اړ شي، هم یې پر ذهني وده اغېزه کوي او هم یې جسمي وده ځنډولی شي.
« شاقه کارونه په ماشومانو منفي اغېز لري، دغه ډول خواړه او هغه توکي چې د ماشومانو له ژوند سره تړاو لري همدا راز د ماشومانو په قد، اندام او وده هم منفي اغېز لري.»
له دې سره هم‌مهاله د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر کلیم الله ارشد رحیمی بیا وايي چې ډېر کله ماشومان د نامناسبه کاري شرایطو له کبله، په تنفسي او انتاني ناروغیو او خوارځواکۍ هم اخته کېدلی شي او ان ځینې وخت په نشه روږدې کېږي.
«کوچنیتوب په جسمي او دماغي لحاظ د ودې عمر دی، خو کله چې درانه کارونه کوي، سم نه‌تغذیه کېږي، خوارځواکه کېږي، نورې تنفسي او انتاني ناروغۍ ورته پېښږي او د نورو له کړنو په ټولنه کې اغېزمنېږي، که څوک نشه کوي او یا سګریټ څکوي، دوی هم پرې روږدې کېږي.»
د ماشومانو شاقه کار او د کار قوانین
بل لورته منتقدین وايي، د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې، ټول هغه درانه او شاقه کارونه چې د ماشومانو فکري او جسمې ودې ته زیان اړوي او د ماشومانو تعلیم مخه نیسي، منع دي.
د ټولنیزو چارو کارپوه نعمت‌الله همت وايي، د ماشومانو کار اړوند لږ تر لږه د افغانستان کار قانون او نړیوالو کنوانسیونونو ته مراجعه کېدلی شي.
« په حقوقي لحاظ تر۱۸ کلونو کم عمره ماشومان اړ نه‌دي چې د کورنۍ مشرانو لخوا کارونو ته وهڅول شي.»
همداراز په ۱۳۹۷لمریز کال کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون په ۲۲مه ماده کې راغلي چې«له ماشوم څخه هر ډول اقتصادي بهره‌‌کشي منع ده». دغه راز د همدغه قانون په ۶۳مه ماده کې د کار قانون په حواله ټینګار شوي چې« د کار قانون له حکمونو سره سم فزیکي، دروند، روغتیا ته زیان‌رسونکی او تر ځمکې لاندې کارونو ته د تنکیو ځوانانو استخدام… منع دي».
حل‌لاره څه ده او څه باید وشي؟
منتقدین بیا وايي، حکومت باید د بدیلو فرصتونو د رامنځ ته کولو له لارې ماشومان د شاقه کارونو له ترسره کولو راوګرځوي او تعلیمي فرصتونه ورته برابر کړي.
د حقوقي چارو کارپوه احمدالله ولسمل وايي، د حکومت ترڅنګ د ماشومانو ملاتړ بنسټونه هم باید د هغو کورنیو لاسنوی وکړي چې خپل ماشومان په شاقه کارونو ګوماري. ولسمل زیاتوي، که چېرې دې مسئلې ته توجه وشي، سلګونه زره ماشومان به زده‌کړو ته مخه کړي.
«ملاتړې ادارې باید په افغانستان کې ماشومانو ته خپل پام واړوي، د هغوی حقونو او د ژوندانه اړخونو ته او د هغوی ښه ژوندانه له پاره، د ماشومانو د روزنې او له شاقه کارونو څخه یې د خلاصون له‌پاره پام وکړي.))
د ټولنیزو چارو کارپوه قدوس خطیبي بیا وايي که چېرې د کورنیو له‌پاره د اقتصادي پروګرامونو په برخه کې پانګونه وشي او لویان د کار خاوندان شي، ماشومان به له درنو کارونو راګرځېدلي وي.
«کله چې په یوه هېوادې کار نه‌وي او کورنۍ ښه اقتصاد ونه‌لري او لویان بې‌روزګاره وي، بې له شکه چې ماشومان به د اړتیا مخې کار ته مخه کوي.»
مدني فعال عصمت‌الله نورزاد بیا وايي، که چېرې د بې‌وزلۍ او فقر مخه ونیول شي او کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، د ماشومانو کار لامل له منځه ځي.
“فقر د ماشومانو د کار لوی لامل دی. که څه هم د علم زده‌کړه د ټولنې وګړو له‌پاره مهمه ده، متاسفانه شرایط دومره خراب دي چې کم‌عمره ماشومان هم د یوې مړۍ ډوډۍ له‌پاره کار ته اړ کېږي.»
حکومتي اقدامات
حکومتي چارواکي بیا وايي، په دې هڅه کې دي چې هم د کارګرو ماشومانو مرسته وکړي او هم د حرفوي زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.
د هرات کار او ټولنیزو چارو آمر عبدالله سوري وايي، دوی هر کال ۱۵۰۰ماشومانو او تنیکو زلمیانو ته د حرفوي زده‌کړو روزنه ورکوي.
“روزنیز پروګرامونه لرو چې هره میاشت دي. موږ هڅه کوو چې دغه پروګرامونه د ښار په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې تطبیق کړو.”
د بادغیس کار او ټولنیزو چارو رییس تورجان خادمي بیا وايي، د فن او حرفې په ۲۴مرکزونو کې له دوی سره ۲۴۰۰ کارګر او د سړک سر ماشومان روزنه مومي.
“موږ په بادغیس کې کارګر ماشومان راټولوو، ورته سهولت رامنځ ته کوو چې مکتب ته لاړ شي او درس ووايي، او کورنیو ته یې د خیاطۍ، غالۍ اوبدنې او چرګانو ساتنې کوچني کاروبارونه رامنځ ته کوو.”
د غور کار او ټولنیزو چارو رییس ملا نصرالله انصار وايي، تېر کال د یونیسف په مرسته ۵۰تنه یتیم ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي.
“د هغو ماشومانو شمېر زیات دی چې درانه کارونه کوي. د کار او ټولنیزو چارو ریاست روزنتون غیر فعاله دی، تر اوسه نه‌یو توانیدلي چې دغه روزنتون فعاله کړو.”
د هلمند کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم‌الله مخلص بیا وايي، په ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو روزلو په هدف سيمه‌ییز محلونه جوړ شوي چې په هرمحل کې ۱۰۰تنه ماشومانو ته په کې د کورنۍ اړوند روزنه ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي، د ماشومانو کورنیو مشرانو لپاره مياشتنۍ غونډې هم جوړوي او خلکو ته د ماشومانو حقونو په اړه عامه پوهاوي ورکوي.
«موږ د ماشومانو ستونزو په اړوند میاشتنۍ غونډې جوړوو او د دې ترڅنګ د هغو ماشومان غږ چې له ستونزو سره مخ دي، د ولایتي ادارې تر مسوولینو رسوو.))
بل لورته د خوست کار او ټولنيزو چارو رییس امر صاحب جان حقاني وايي، په شاقه کارونو د بوختونو ماشومانو زده‌کړو په پار له بېلابېلو موسساتو سره غږیدلي دي.
«د دغو ماشومانو د تعليم او تربيې او همدا شان د دوی د کورنۍ نفقې پيدا کولو له‌پاره موږ د مختلفو موسساتو سره برنامې په کار اچولي… په نږدې وخت کې به ۴۷۴ماشومانو او ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کرو.»
د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني بیا وايي چې د دوی د سروې له مخې د خښتو په ۴۷بټیو کې شاوخوا ۲۰۸۱ ماشومان په درنو کارونو بوخت وو چې یو شمیر یې دوی له دې حالته ژغورلي.
«تقریبا ۲۰۸۱ شاقه کاره ماشومان په ۴۷بټیو کې په درنو کارونو بوخت وو، اوس هغه کچه راټيټه شوې، ۱۵۰کورنیو ته مو واړه کاروبارونه برابر کړي.))
له دې ټولو سره سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي چې په ټول هېواد کې تر ۳۴پورې امارتي روزنتونونو کې تر ۱۰زرو ډېر یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان ساتل کېږي.
نوموړی همداراز زیاتوي، دغه وزارت له ۲۲۰۰ تنو ډېر هغه ماشومان هم خپلو کورنیو ته سپارلي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته را استول شوي وو.
«هغه ماشومان چې له کورنیو ورک شوي او یا په بل هر دلیل له کورنیو جلا شوي او په واټونو کې ژوند کوي، دا ماشومان راوړل کېږي او تر هغو ساتل کېږي؛ تر څو بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»
د کارګرو ماشومانو کره شمېر
که څه هم د کارګرو ماشومانو په رابطه کره شمېرې نشته، خو د احصائیې او معلوماتو ادارې معلومات بیا وايي چې په ټوله کې نږدې شل فیصده ماشومان په درنو کارونو بوخت دي. د دغې ادارې مسلکي مرستیال عصمت‌الله حکیمي وايي، د دوی وروستۍ سروې پر بنسټ د دغې فیصدۍ ډېره برخه کلیوال ماشومان جوړوي.
«له ۵کلنۍ تر ۱۷کلنۍ پورې زموږ ۱۹.۴فیصده ماشومان په درنو کارونو بوخت دي. که د عمر له پلوه ورته وګورو له ۵تر۱۱کلنۍ ۲۲.۹فیصده ماشومان په کار بوخت دي او له ۱۲تر ۱۴کلنۍ پورې ۲۴.۴فیصده ماشومان په کار بوخت دي، که د کلیو او ښارونو په کچه ورته وګورو په کلیو کې ۲۲.۳فیصده او په ښارونو کې ۱۰.۷فیصده ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.»
له بل لوري د ماشومانو کار منع نړیوالې ورځې(جون ۱۲مې) په مناسبت د کار نړیوال سازمان مشر رامین بهزاد وویل چې د ۲۰۲۰ او ۲۱مو میلادي کلونو د سروې پر اساس شاوخوا یو ملیون او ۶۰زره ماشومان په شاقه او درنو کارونو بوخت وو.
نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړې وه چې د وروستیو تحولاتو له کبله د کارګرو ماشومانو کره شمېرې نه‌لري، خو ګومان دا دی چې ښايي دغه شمېر زیات شوی وي.
د کار نړیوال سازمان مشر همداراز له ټولو نړیوالو او دولتي بنسټونو غوښتي وو چې د ماشومان کار پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه بیا تازه کړي، تر څو د افغان ماشومانو روښانه راتلونکې په پار ښه شرایط رامنځ ته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA