پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه مېلشه ځواکونه په دېره اسماعیل خان او لکي مروت سیمو کې د عملیاتو پر مهال او په بلوچستان کې د پوځ پر موټریز کاروان د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.
لاهم د ترسره شویو عملیات بشپړ جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پهغاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دغسې بریدونو مسوولیت په بلوچستان کې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکې ډلې پهغاړه اخیست.