د پاکستان جیو ټلویزون د خبر له مخې، د دغه هېواد د تېلو ملي ادارې (سټیټ آیل) د پیسو د نه ورکړې له امله پر دې شزکت تېل بند کړي چې له امله یې ددغه دولتي هوایي شرکت پروازونه لغوه او زرګونه مسافریې په هوایي ډګرونو کې منتظر پاتې شوي.
د (پي.آی.اې) ویاند پاکستاني رسنیو ته ویلي چې مالي بحران او د تېلو نشت له کبله یې د الوتنې عملیات وځنډول او مسافر یې له تېرو څو اوونیو راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي.