دا لوبه پرون د هند د احمد اباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه.
د دې لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د پاکستان پیل ښه وو، خو په ۶۰ منډو یې دواړه لومړني لوبغاړي وسوځېدل، ورپسې لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان د سلو منډو ملګرتیا وکړه.
د دغو دواړو لوبغاړو له سوځېدلو سره سم د پاکستان نورو توپوهونکو مقاومت ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۹۱ منډو وسوځېدله.
هند یاد هدف په یو ۳۱م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د هند بالر بومرا چې د پاکستان دوه لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.